د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو این ایف پي اې) وايي، چې په افغانستان کې له ۱۳ زرو ډېرو ښځو او نجونو د رواني ټولنیزو مشورو د مرکزونو له لارې د رواني روغتیا ملاتړ ترلاسه کړی دی. دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ په دویمه، راپور ورکړی، چې دغه خدمات د روان کال له جولای څخه تر اکتوبر میاشتې پورې، د اروپا د بشري مرستو ادارې په ملاتړ، په بدخشان، هلمند او کندوز ولایتونو کې د رواني ټولنیزو مشورو د پنځو مرکزونو له لارې وړاندې شوي دي. د یو این ایف پي اې په وینا، د دغه پروګرام په چوکاټ کې رواني او ټولنیزو سلاکارانو ته هم د زیانمنونکو ښځو لپاره د رواني روغتیا خدماتو او رواني ټولنیز ملاتړ د وړاندې کولو په موخه تخصصي روزنه ورکړل شوې ده.































