د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د ټولیزو رسنیو د څار ریاست له لوري د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو د فزیکي اسنادو د ډیجیټل کولو بهیر پیل شو. د خپرونو چارو معین مهاجر فراهی ویلي، چې د دې بهیر موخه د رسنیزو اسنادو او مدارکو خوندي ساتل او دغو سرچینو ته د اسانه لاسرسي برابرول دي. د نوموړي په وینا، د اسنادو ډیجیټل کول به د ارزښتناکو تاریخي سرچینو په ساتنه، د هغوی د زیانمنېدو او له منځه تلو په مخنیوي او د څېړونکو لپاره د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برابرولو کې مرسته وکړي.































