د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د انټرسوس مؤسسې له مسوولینو سره په کتنه کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي، دغو خدمتونو ته د خلکو پر لاسرسي او د موازي پروژو په اړه خبرې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي جلالي د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې پر شفافیت، کیفیت او اغېزمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د موازي پروژو په پلي کولو کې شفافیت او د خدمتونو کیفیت د روغتیايي نظام مهمې اړتیاوې دي.































