د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوحې بهیر د څلورمې غونډې پر اجنډا، موخو او د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، رباب فاطمې په دې لیدنه کې د دوحې د څلورمې غونډې د موخو او د بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو د ګډون په اړه معلومات شریک کړي دي.































