د چین سوداګرۍ وزارت د نومبر په ۲۶مه نېټه یوه خبري ناسته ترسره کړه. یو خبریال پکې پوښتنه وکړه چې د امریکا د سوداګرۍ استازي دفتر یوه ورځ مخکې د اضافي تولیدي وړتیا په اړه د ۳۰۱ پلټنې نتیجه خپره کړې او د چین په شمول د ۱۴ اقتصادونو پر محصولاتو یې د ۳۰۱ تعرفې د زیاتولو ګام اعلان کړی دی. چین په دې اړه څه غبرګون لري؟
د چین د سوداګرۍ وزارت ویاند هه یا دونګ د خبریال دغې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، د امریکا ۳۰۱ پلټنې یواړخیز عمل د نړیوال اقتصاد نظام سخت زیانمنوي او د سوداګرۍ د نړیوال سازمان له مقرراتو سره په ټکر کې دی. چین ورسره کلک مخالفت کوي.
نوموړي ویلي، چین مخکې د تش په نوم اضافي تولیدي وړتیا په اړه د دریځ سند خپور کړی او پکې د اړوندو مسئلو په هکله څرګند معلومات او د چین تګلارې او دریځ په ډاګه شوي دي. ځیني هېوادونه د اضافي تولیدي وړتیا په پلمه د سوداګریزې ساتنې (پروټېکشن) ګامونه پورته کوي، چې دا کار نه یوازې د دوی خپله جوړښتي ستونزه نه حلوي، بلکې د ګردې نړۍ د عرضې او تقاضا ځنځیر خوندیتوب او ثبات ته زیانونه هم رسوي.































