دفاع وزارت اعلان کړی چې د یاد وزارت په پیشنهاد او د مسلحو ځواکونو د اعلی سرقومندان په حکم یې ۲۲ تنه د ملي اردو جنرالان تقاعد کړي دي. له دفاع وزارت نه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو ۲۲ جنرالانو د خدمت موده پوره کړې، نو باید تقاعد شي. خبرپاڼه د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي له خولې لیکي، دا د همدې کسانو د پرلپسې او نه ستړي کېدونکو هڅو او کارونو پایله ده، چې افغانستان اوس د نړیوالو له پوره ملاتړه برخمن دی. نوموړي زیاته کړې چې افغانان به هیڅکله هم د دوی پر دوامداره خدمتونو سترګې پټې نه کړي. د ویلو ده چې د تقاعد په دریو مرحلو کې تر ۲۰۰ ډېر د ملي اردو جنرالان تقاعد او خپلو کورونو ته لېږل شوي دي.