د هند له لومړي وزیر نیرندا مودي سره د هند فلمونو وتلي اکټور( ممثل) اکشی کمار په زړه پورې مرکه کړې . که څه هم هند کې اوس ټاکنې رواني دي او کیدای شي د همدې مرکې موخه مودي او د ده ګوند ته کمپین وي ؛ خو په دې مرکه کې مودي په لومړي ځل د خپل شخصي ژوند او ځينو عادتونو په اړه داسې جالبې خبرې وکړي ،چې شاید ډېر خلک ترې نه وو خبر. جالب والی يې دا دی ،چې یو غریب بې وسه اوبې کسه انسان څنګه کولی شي ،چې د هند غوندې په یوه فاسد سیاسي نظام کې ځان تر ولایت او د لومړي وزیر تر چوکۍ ورسوي!؟
د نړۍ په ځانګړې توګه د وروسته پاته هیوادنو ډېری مشران یا د فساد له لارې ، یاد کودتاه او یا هم د کوم قدرت مند هیواد له لوري د واک پر ګدۍ داسې کېني ،چې بیا خلک یرغمال او ځان مدام العمر د هغه ټولنې حاکم ګڼي، ښې بیلګې يې د منځني خیتځ هیوادونه دي.
دا سمه ده ،چې مودي یو تند لاری هندو دی او هغه مهال ۲۰۰۲ چې د ګجرات ایالت والي وو؛ د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ په نښتو کې څه باندې ۲۰۰۰ مسلمانان و وژل شول،چې ډېری خلک په ځانګړې توګه مسلمانان ادعا کوي ،چې دا مرګونه او ورانۍ د مودي په مرسته مسلمانانو ته ور وا وښتې.
مودي وايي، موږ دومره غریب وو، چې د کالیو اوتو مو نه لاره ، دی وايي ما به په یوه کاسه کې کوله ( د ډبرو سکاره) واچول بیا به مې کالي پرې اوتو کول
ـ د کورنۍ ټول کالي ما مینځل او تر دې څو کاله وړاندې ،چې لا لومړی وزیر نه وم خپل کالي مې خپله مینځل
ـ په ماشومتوب کې له کورنۍ بېل شوی یم ، هغوی سره وینم خو د هغوی او زما دنیا بېله ده ، د کورنۍ غړي مې په خپل حال خوشاله دي ، مور مې څه وخت مخکې راغلې وه را سره تنګه شوه بیرته کلي ته لاړه او هلته خوشاله ژوند لري
ـ د ریل ګاډي پر تم ځایونو د چای پلرولوګټه دا وه ،چې هندي ژبه مې ښه زده کړه ، همدا راز مې دا هم تجربه کړه ،چې خلک څنګه پر غریبانو غوسې کوي ، څنګه یو له بل سره خبرې کوي …
ـ زما دیوالي ( د هندوانو ځانګړي مراسم ) هیڅ نه دي خوښ، دی وايي په پخوا وختونو کې به ،چې کله دیوالي راغله او په ښار او سیمه کې به شور جوړ شوو نو زه به څلور پنځه ورځې له ښاره لرې ځنګل ته تلم ، نه به مې له ځان سره راډیو وړه نه قلم او نه هم کتابچه ، بس یوازې به د څښلو اوبه را سره وې او د ځان
ـ څو کاله وړاندې په یاتره( د هندوانو مذهبي مراسم) باندې تلم ۱۰۰۰ کیلو میرته پلی لاړم ، د ډېرو نورو کسانو د مخ رنګ به څلور پنځه ورځې وروسته خراب شوو ، خو پر ما يې ځکه اغیز نه کاوه ،چې ما د طبعي بوټو له غوړیو ګټه اخیسته.
ـ زه وینا د کاغذ له مخې بیخی نه شم کوای ،چې بیا کله د همکارانو له لوري مجبور شوی یم او دا کار مې کړی نو ډېره سخته راباندې تېره ده
ـ ډېر وخت کیږي ،چې فلم مې نه دی کتلی
ـ سهار وخته پنځه او ماښام شپږ بجې یو ګیلاس چای څښل مې عادت شوي، دا یو ګیلاس چای په ازاده فضا کې څښم
ـ بوره هیڅ نه خورم
ـ تر دری درینمو ساعتونو زیات خوب نه شم کولی ،اوباما ،چې ښه ملګری می دی ، کله مې ،چې ووينې همدا یوه پوښتنه را نه کوي ،چې خوب پوره کوې که نه؟همداسې عادت شوی یم
ـ ټویټر ډېر ګورم، ډېر نوي شیان تر زده کوم ، هر چا پاڼې ته ورځم لولم يې
ـ ستا ( اکشی کمار) او ستا د میرمنې( ټونیکل کهنه) ټویټر هم ګورم ، ډېر څه تر زده کوم
ـ کله ،چې څوک ډېر انتقاد را باندې کوي او انتقاد يې مغرضانه وي نو عادت مې دا دی ،چې هیڅ ځواب نه ورکوم ، اخر هغه خپله پېښمانه کیږي یا نور هم په غوسه کیږي.
ـ د په لاس کړي ساعت مخ ( شیشه ) مې تل د ځان لوري ته وي، ځکه نه غواړم ،چې کله هم په کوم مجلس کې ساعت ته په کتلو سره پر مخامخ لوري د وخت فشار را ولم.
ـ