په افغانستان کې د چين سفير ليو جين سونګ پرون په سپيدار ماڼۍ کې د افغانستان له اجراييه رئيس عبدالله عبدالله سره کتلي دي. عبدالله د چین سفیر ته د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۶۹مې کليزې د مبارکۍ تر څنګ د افغانستان او چین تر منځ پر ښو دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کړی دی. دواړو خواوو دغه راز د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو شورا د راتلونکې اتلسمې غونډې، د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکو او د سيمه ييزو چارو او همکارۍ په اړه له یو بل سره اوږدې خبرې کړې دي.




































