بریا؛ یعنې د کار له پای ته رسولو وروسته کله چې د کور پر لور ځی، داسې احساس وکړی چې نن مو ډېر ښه کارونه تر سره کړي او پر خپلې دندې شکر وباسی.
بریا؛ مانا دا چې له مالي اړخه پر ځان دومره بسیا یاست، چې ورځنی ژوند مو په پوره خوښۍ سره تېر کړی او د دې وېره هم درسره نه وي، چې د نشتون یا مرګ په صورت کې به مو کورنۍ له مالي ستونزو سره مخ شي او د هغوی لپاره مو داسې بنسټیز کارونه کړي وي، چې وکولای شي خپل ژوند پر مخ بوځي.
بریا؛ مانا دا چې کامل ایمان ولرئ؛ داسې ایمان چې په سمه لاره مو برابر کړي، هغه څه چې لازم دي د کولو اجازه یې درکړي او که د نه کولو وي، همدا ایمان د دې سبب شي چې مخه مو ونیسي او پرې نه ږدي چې دغه ډول بې مانا کارونه ترسره کړی.
بریا؛ یعنې کله چې د ټولو کارونو له ترسره کولو وروسته د خوب بسترې ته لاړ شی او د خپلو کارونو په اړه فکر وکړی او هغه کارونه چې د ورځې په اوږدو کې مو ترسره کړي، داسې کارونه وي، چې پر کولو یې پښېمانه نه یاست، بلکې خوشاله یاست او د خدای پاک شکر ادا کړی.