بادرنګ د هغو سبزیو او مېوو په سر کې راځي، چې له تندې سره مبارزه کوي. له رومي، کاهو او هندواڼې هم مخکې دی چې ۹۲ سلنه اوبه لري، نو په روژه کې یې خوړل ګټور دي. بادرنګ د کاهو او رومي په پرتله ډېره لږه کالري لري؛ ځکه خو په ډنګرېدو کې پوره پوره مرسته کوي. د خوړو کارپوهان یې تل هغو کسانو ته سپارښتنه کوي، چې ډېر وزن لري. پر دې سربېره بادرنګ بوره نه لري چې د وزن د ډېرښت لامل وګرځي، ځینو علمي څېړنو دا ښودلې ده چې بادرنګ دا وړتیا لري، چې د سړیو د جنسي ځواک فعالیت لا پسې ډېر کړي. په ځانګړې توګه د هغو چې د کوروالۍ پر مهال له ځانګړو ستونزو ځورېږي. دا هم د یادونې ده چې بادرنګ د خولې بد بوی له منځه وړي، د بادرنګ ځینې ګټې په دې ډول رالنډولای شو:
بادرنګ په هضم کې مرسته کوي، له بدن څخه د زهري موادو په ایستلو کې مرستندویه ثابتېږي او پر جنسي روغتیا یې اغېز مثبت دی، سرطان ناروغۍ ته هم ګټور دی او هغه وګړي چې د بدن پوست یې وچ وي، د بادرنګ کارول ورته ګټه لري.