بریا؛ دې ته نه ویل کېږي چې تر اړتیا ډېر عواید ولری او د لګښت لاره یې درنه ورکه وي، چې پر څه یې مصرف کړی، بلکې دومره وړتیا ولری چې د لګښت سالمې لارې چارې ورته پیدا کړی، څو مو خواري پر اوبو لاهو شوې نه وي.
بریا؛ دې ته نه ویل کېږي چې له اندازې ډېر کار وکړی او له خپل ژوند خوند وا نه شی خیستلی. پيسې ګټل مو باید هدف نه وي، بلکې د وسیلې په توګه یې وکاروی، پیسې ګټل مو باید د ورځني ژوند د ښه تېرېدو لامل وګرځي.
بریا؛ دې ته نه ویل کېږي چې تل مو انرژي په دې مصرف کړی او د خپلو وروستیو پروژو، پلانونو او… په اړه فکر وکړی، بلکې ژوند مو داسې تنظیم کړی چې د هر څه لپاره منظم پلان ولری او په ډاډه زړه خپل کارونه ترسره کړی.
بریا؛ دې ته نه ویل کېږي چې له اوږده کاره ستړي کور ته ولاړ شی او ټلوېزیون ته پرېوځی او له ځان سره ووایاست چې اوس نو نوبت زما دی او په دې فکر کې شی چې څومره دې ګټلې، ویې څټې.