د چابهار بندر په اړه د درېیو شریکو هېوادونو غونډه جوړېږي. د رسنیو د راپورونو له مخې په ایران کې د هند سفیر سهراب کومار ویلي، هند غواړي په چابهار بندر کې روان فعالیتونه چټکتیا ومومي. د سهراب کومار په خبره له همدې امله ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په څلورویشتمه په چابهار کې د غړو هېوادونو، افغانستان، ایران او هند ترمنځ درې اړخیز کنفرانس جوړ شي. په دغه کنفرانس کې به په بندر کې پر روانو چارو، ستونزو او لاس ته راوړنو خبرې کېږي. د هند سفیر ویلي دوی غواړي چې له ایران سره سوداګري پراخه کړي او په ځینو برخو لکه بانکي مسایلو او راکړه ورکړه کې شته ستونزې له منځه یوسي. چابهار په ایران کې د هند په مرسته د افغانستان لپاره رغول شوی بندر دی، چې په دې وروستیو کې د امریکايي بندیزونو له تهدید سره مخ شوی دی. امریکا وایي په دې اړه خبرې روانې دي چې پر ایران په راتلونکو بندیزونو کې چابهار هم شامل کړي کنه، خو نهايي پرېکړه لا نه ده شوې. هند او افغان حکومت بیا هڅې پيل کړې چې دغه بندر له بندیزونو بچ کړي.




































