هغه څه چې له جنګ څخه ډېر بد دي، هغه دا دي چې موخه نه لرې چې پر وړاندې یې وجنګېږې.
د ژوند خوند او معنا د هغې ونې په کېنولو کې ده چې سیوري ته د کېناستو په تمه یې اېږدی.
خدایه ته هغه خدای یې چې کله درته ژاړم د دې پر ځای چې په خوله سوک راکړې، پر سرمې د رحمت لاس تېروې او راته وایې: «ته له ما پرته بل څوکه نه لرې».
له دې وروسته دې له ژونده د «درېغه» کلمه لرې کړه او و وایه «توکل پر خدای!»
د ژوند په لوبه کې د هېڅ شي لپاره ناوخته نه دی. اوس هم کولای شو چې جبران یې کړی. هغه پاسونه، چې په تېروتنه مو ورکړي، ګولونه چې تر اوسه مو وهلي نه دي، تېروتنې چې مو کړې دي، که څه هم هغه ژېړ کارتونه چې راښودل شوي، بېرته نه باطلېږي، خو کولای شو چې ورته بېدار و اوسو تر څو زیات نه شي. هغه فرصتونه چې له لاسه مو تللي باید د ژوند په اوږدو کې یې بېرته لاسته راوړو.
په ژوند کې پر هغه چا باور وکړه چې ایمان پرې لرې نه احساس.
خوښي د هغه چا لپاره ده چې د خدای په نعمتونو شکر باسي، مهمه نه ده چې بډای دی که بې وسه.
سپوږمۍ ته ختل دې موخه وټاکه، که ور ته ونه رسېږې، د ستور پر کاروان خو به ورګډ شې.
که پر ځمکه ولوېدې، بېرته پورته شه؛ ځکه د لوېدلو کسانو بېرته پورته کېدل تر هغه چا غوره دي چې د بل چا په زور ولاړ وي.