د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس به نن د اندونیزیا له ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو سره لیدنه ولري. د راپورونو له مخې عبدالله عبدالله به نن د اندونیزیا له ولسمشر جوکو ویدودو او د هغه له مرستیال یوسف کالا سره وګوري. دواړه لوري به د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو تر څنګ د افغانستان د سولې پر پروسې او د ترهګرۍ ضد پر مبارزې خبرې وکړي. عبدالله عبدالله تېره ورځ په دوه ورځني سفر اندونیزیا ته تللی دی. په دغه سفر کې له هغه سره د اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونو د مرستیالانو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی هم ملتیا کوي. نوموړی به په دغه سفر کې د اندونیزیا د علماوو شورا له غړو سره هم وګوري او د افغان سولې په اړه به د راتلونکو پلانونو په اړه خبرې ورسره وکړي.




































