بي بي سي پښتو
په دې تړاو دوه نظرونه شته؛ لومړی نظر چې د ډونالډ ټرمپ حکومت یې خوښوي، وايي چې د ایران هډوکي سوځي. ویل کېږي چې د امریکا پر اهدافو د سختو بریدونو لپاره تیاری نیول شوی، خو په دې تړاو ځانګړی تفصیل نه ور کول کېږي.
امریکا هم په سیمه کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي، ناضروري ډيپلوماټیک کارکوونکي له عراقه وباسي او رپوټونه وايي چې پخوانۍ جنګي نقشې څنډي.
دویم نظر؛ امریکا د اوسني کړکېچ یوازینۍ مسووله بولي. عجیبه نه ده چې ایران دا ډول نظر ولري، خو د ټرمپ کورني مخالفان هم ورته نظر لري؟ ان د ټرمپ ډېر اروپایي ملګري هم لږ او ډېر په دې اندېښنه کې شریک دي.
د دغه نظر له مخې، د ټرمپ په اداره کې د ایران ضد غړي، د ملي امنیت سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو دغه چانس غنیمت بولي.
د دغه نظر پر اساس، د دوی موخه په تهران کې د رژیم بدلول دي او که اقتصادي فشار نتیجه ور نه کړي، نو په مناسبو شرایطو کې پوځي زور کارول هم لرې خبره نه ده.
دغه دوه نظرونه له واقعیت څخه متفاوت تعبیرونه دي او د تل په څېر د خپلې خبرې د منلو لپاره ځینې حقایق لویوي او د بل لوري یا پاتې حقایق له پامه غورځوي.
خو په دې برخه کې اخځ او مشاهده د واقعیت په څېر مهم دي. ان ویلی شو چې له ډېرو برخو واقعیت جوړوونکي دي.
هغه واقعیت دا دی چې د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ ښکېلتیا که ناڅاپي وي یا هم د پروګرام له مخې، له بل هر وخت د ډونالډ ټرمپ په واکمنۍ کې ډېره ممکنه ده.
منځني ختیځ کې زیاتېدونکی تاوتریخوالی
ایران چې د ۲۰۱۵ ز کال اټومي تړون ترې بندیزونه لرې کړي وو، اوس د بندیزونو د بیا لګېدو له امله له فشار سره مخ دی او هڅه کوي چې مقابله یې وکړي، ځکه یې خبرداری ور کړی چې د اټومي فعالیت د محدودولو پر ژمنه ونه درېږي.
مهمه خبره ډګر ته د ټرمپ وتل و. هغه تېر کال متحده ایالتونه له اټومي تړون څخه و ایستل او پر تهران یې د لا ډېر فشار اچولو سیاست ته مخه کړه.
د ایران زغم هم تمام دی. پر اروپايي هېوادونو فشار را وړي چې له ناروغ اقتصاد سره یې مرسته وکړي او که داسې نه کېږي، ګواښ هم کوي چې له اټومي تړونه به ووځي، خو مالومه نه ده چې څه یې په وس پوره دي که نه، ځکه دا ډول کار د ډونالډ ټرمپ مټې نورې هم پیاوړې کوي. اوس ډېر شیان د ټرمپ کورنیو تحرکاتو او د ایران کورنیو پېښو ارزولو پورې تړلي دي.
ټرمپ پخپله هڅه کوي چې د ایران په مسئله کې د تر لاس لاندې کسانو د نظر اختلاف بې اهمیته وښيي او داسې رپوټونه هم شته چې جګړې ته یې هم ډېر زړه نه کېږي.
له پولو لرې جګړو سره مخالفت یې هر چا ته ښکاره دی، خو پر امریکايي ځواکونو او ګټو بریدونه به هم له پامه ونه غورځوي، خو له دې سره داسې دلیل هم نه پاتې کېږي چې تهران مسایلو ته دا ډول وګوري.
ممکنه ده چې ایران فکر وکړي چې بولټن دې د خپل مشر په مخ کې ودرېږي؟ هغوی ښايي وغواړي تر ځانګړي بریده له ناندریو زیاتولو سره د بولټن طرحه بربنډه او ناکامه کړي. د تهران دا ډول فکر له خطره ډکه ستراتېژي ده.
په داسې حال کې چې د امریکا ستراتېژيک ملګري اسرائیل او عربستان دغه حالت ته خوښ دي، خو د ټرمپ اروپايي ملګري بیا له دغه څه اندېښمن دي چې له همدې کبله د دغو ناندریو له زیاتېدو سره اسپانیا، جرمني او هالنډ په سیمه کې له امریکا سره خپل ګډ پوځي فعالیتونه ځنډولي دي.
اوس د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې پېښېدو د جزیاتو اټکل مناسب وخت نه دی، خو د عراق د ۲۰۰۳ ز کال له جګړې سره پرتله یې هم پر ځای نه ده. د صدام حسین د وخت له عراق سره د ایران د قضیې پرتله بنسټیز توپیر لري، نو په همدې اساس پر ایران بشپړ یرغل به په پلان کې ونه نیول شي.
دا جګړه به په هوا او اوبو کې وي او د ایران سخت ځواب به هم ووینو، چې ممکن ټوله سیمه د اور لمبه کړي.
ځینې کسان د ټرمپ په بریالیتوب پسې د امریکا بهرني سیاست کې د ممکن ناورین پېښېدو ته اندېښمن وو، خو اوس د مختلفو عناصرو څو اړخیز کړکېچ روان دی، چې د ایران په مسئله کې ښه لیدل کېږي. له نړیوالو تړونونو تېرېدل، په سیمه ییزو ملګرو ډېره تکیه چې پخپلو موخو پسې دي؛ په ناټو کې له پخوانیو شریکانو سره د ناندریو ډېرېدل او تر ټولو مهم د واشنګټن د ریښتینو او ستراتېژیکو ګټو پر سر د سترو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ بیا ژوندي کېدل او هغه په داسې مهال کې چې امریکا د چین د پرمختګ او د روسیې له بې پروا ځواکونو سره د مقابلې لپاره خپل وسلوال ځواکونه پیاوړي کول غواړي، نو ایران ولې د امریکا ستراتېژیک لومړیتوب وي؟ ایا ایران داسې ګواښ دی چې سخته جګړه ور سره وشي؟ ډېر امریکايي څارونکي دې پوښتنې ته منفي ځواب ور کوي.
ډېر مني چې د ایران د محدودولو او پر امریکايي ګټو د برید ځواب یې ښايي فرض وي، خو د جنګ په لور ورو پرېډ فرض نه دی.
بل څه هم باید روښانه شي او هغه دا چې موږ د جګړې پر لور ورو نه ځو، خو که ناعادي بهیر روان وي او د چا له وسه څه نه کېږي، نو د ایرانیانو او امریکایانو له اګاهانه پرېکړو او له سمو یا ناسمو محاسبو جګړه پېښېدلی شي.