هګۍ د کولین (Choline) نومي موادو غوره سرچینه ده، چې د اعصابو انتقالي سیسټم په پیاوړي کولو کې مهمه ونډه لري. د هګۍ ژېړ خاصه اندازه فولیټ (Folate) لري، کوم چې عصبي حجرات فعاله ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت له پخوا چټک او زیاتوي. هګیو کې شته ویټامین بي ۱۲ (Vitamin B 12) د اعصابو لپاره دفاعي سیسټم جوړوي.
- هډوکي پیاوړي کوي:
هګۍ د ویټامین ډي (Vitamin D) لپاره هم غوره منبع ده، کوم چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډېر اړین دي. له دې سربېره، په هګیو کې شته کلسیم (Calcium) او فاسفورس (Phosphorous) له بدن څخه اوستیوپروسېس (Osteoporosis) نومي مواد له منځه وړي او هډوکي لا پیاوړي او کلکوي.
- د بدن وزن په یو حالت ساتي:
هګۍ زیاته اندازه پروټین لري چې په همدې اساس د هغو کسانو لپاره، چې غواړي پیاوړې عضلې ولري، یو غوره انتخاب دی. د هګۍ استعمال د زیاتو خوړو د خوړلو مخه نیسي، چې په دې ډول د اضافي وزن زیاتېدو په مخنیوي کې مرسته کوي.
- د نوکانو او وېښتانو لپاره ډېرې ګټورې دي:
څېړنې ښيي چې هګۍ سلفر (Sulphur) لرونکي امینو اسید (Amino acid) لري، کوم چې د نوکانو پیاوړي کولو سربېره، ویښته هم پیاوړي او ښکلي کوي.