د سمنګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د وسله والو طالبانو په یو برید کې ۱۶ سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکي وایي، چې پېښه د دره صوف پایان ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د دره صوف پایان ولسوال عبدالیقین احمدي د یاد برید پخلي تر څنګ وویل، چې طالبانو په یاده ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوسته برید کړی، چې له امله یې اته سیمه ییز پولیس وژل شوي او اته نور ټپیان دي. هغه وویل چې په ځوابي ډزو کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېر په اړه یې ورته معلومات نه وو. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.