د هند د سینما د وتلي ستوري سلمان خان ورور او د ماراټا عربانو لوبډلې مالک سهیل خان له یوې هندۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې راشد خان او د هغه وړتیا ته احترام او د نوموړي پر وړتیا تر حد ډېر باور لري. سهیل خان ویلي، چې راشد خان له طبیعي استعداده برخمن انسان دی. سهیل خان ویلي، دی او ټیم یې د راشد خان پر وړتیاوو حساب کوي. سهیل خان یادې څرګندوې په داسې حال کې کړې دي، چې ټاکل شوې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی راشد خان د هندوستان د لس اوریزه لوبو لیګ کې واخیستل شي. د راپورونو له مخې، یادې سیالۍ د ۲۰۱۸ میلادی کال د نوامبر میاشتې په ۲۳ مه نیټه پیلېږي او د ډسمبر میاشتې تر ۲مې نیټې پورې به دوام وکړي. د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې راشد خان د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځینو سیالیو د الراونډرانو په ډله کې لومړی مقام خپل کړ.




































