د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې چاودنې دوه تنه وژلي او اووه نور یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، چې چاودنه نن له غرمې وروسته د یاد ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د میثاق شهروندي په دفتر کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله را منځته شوې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتي ده. هغه وویل چې په ټپیانو کې څلور ښځې هم شاملې دي. د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.




































