تازه څېړنې ښيي چې که کم تر کمه د ورځې دوه ځلې غاښونه بورس شي، د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. ډاکټرانو د زړه ځینې داسې ناروغان تشخیص کړي، چې اصلاً د غاښونو د پاک نه ساتلو له امله د زړه پر ناروغۍ اخته شوي وو. د څېړونکو په باور چې د اوریو ناروغي د زړه د ناروغیو لامل کېږي؛ ځکه چې بکتریا له اویرو څه وینې ته داخلېږي او له هغه ځایه زړه ته ځي. څېړونکو مالومه کړې، هغه کسان چې د اوریو ناروغي لري، د زړه پر ناروغیو يې د اخته کېدو احتمال زیات دی. دوی سپارښتنه کوي چې که خپل غاښونه د ورځې کم تر کمه دوه ځلې بورس شي، د خولې بدبوی پر ورکېدلو سربېره به مو د زړه عضلات هم قوي شوي وي. د دې تر څنګ، د غاښونو پاک ساتل د انسان د ښه شخصیت ښکارندویي هم کوي. پاک او سپین غاښ د روغتیا تر څنګ، ستاسو له ښکلا سره هم مرسته کوي. ډاکټران دا هم وایي چې د معدې ډېری ناروغۍ په غاښونو پورې تړلې دي. که له وخته مخکې ستاسو غاښونه خراب شي، هغه ده چې بیا خواړه په سمه توګه نه شی ژوولی. کله چې ناژوول شوي خواړه معدې ته لاړ شي، پر معده بوج راځي چې په پایله کې د بېلابېلو ناروغیو لامل کېدای شي.