سياستوال ژمنې کوي او ليکوال ليکنې. سیاستوال تاريخ جوړوي او ليکوال تاريخ ليکي. سياستوال د تاريخ عملي کرکټر دی او ليکوال يې نظري. اوس نو څه چې سياستوال کوي او يا يې وايي، ليکوال بايد هغه کټ مټ وليکي او ويې څاري.
له نن څخه پوره شپږ مياشتې او شپږ ويشت ورځې وړاندې د نومبر په (۳)مه، جمهور رييس غني له خپلو نږدې دوو درجنو مشاورينو سره پکتيکا ولايت ته سفر وکړ، ځينو دا سفر يو کمپايني حرکت وباله او ځينو نورو د پکتيکا د خلکو يو ضرورت. زه دلته پر دې بحث نه کوم چې کمپايني حرکت و که يو ضرورت، خو زما له هغو ژمنو سره کار دی چې په دغه سفر کې د جمهور رييس له خوا مطرح شوې وې. جمهور رييس ژمنه وکړه چې پکتيکا ولايت به له درېيمې درجې څخه دويمې درجې ته پورته کوي، د ښوونځيو د ودانيو د جوړونې ستونزه به حلوي، د ياد ولايت د لوړو زده کړو په موسسه کې به يو پوهنځی زياتوي، د پوهنتون احاطوي دېوال به له ځانګړې بودجې څخه جوړوي او پوهنتون (لوړو زده کړو موسسه) کې به داسې څانګې زیاتوي، چې د دغه ولايت د پراختيا لپاره ضروري دي او همدارنګه ځینې نورې ژمنې. خو تر ټولو غټه او اساسي ژمنه دا وه چې په شپږو مياشتو کې به د پکتيکا لپاره يو اساسي ماسټرپلان جوړوي او شپږ مياشتې وروسته به دی خپله راځي او د پکتيکا د ستونزو پر اساسي حل به عملي کار پيلوي. نن چې د مې (۲۶)مه نېټه ده، د جمهور رييس له کړې ژمنې پوره شپږ مياشتې او شپږ ويشت ورځې تېرې شوې دي، له نن څخه شپږ ويشت ورځې دمخه بايد جمهور رييس له همغو چارواکو او دوه درجنه مشاورینو سره يو ځل بيا پکتيکا ته سفر کړی وای او خلکو ته يې ويلي وای، چې شپږ مياشتې مخکې چې مې له تاسو سره د ماسټرپلان ژمنه کړې وه، دا دی ماسټرپلان او ((واضح طرحې)) سره يو ځای بېرته راغلم، دا دی د دغه ماسټرپلان عملي برخه سر له همدا اوسه يې پيلوم. نو ولس به خوشاله شوی و او فکر به يې کړی و، چې جمهور رييس يوازې ژمنې نه کوي، عمل هم کوي. اوس خدای(ج) خبر چې جمهور رييس د هغو مشاورینو او سيمه ييزو چارواکو ته به دا سفر، د دغه سفر هغه نېټه او په هغه کې کړې ژمنې ور په ياد وي او که نه؟
هسې نه شي چې هغه خبره رښتيا شي، چې دروغجن حافظه نه لري.
جمهور رييس داسې نورې ډېرې ژمنې هم کړې، عملي کول خو يې څه کوې، چې بيا يې ياد ته هم نه راځي. نو دا يادښت مې ځکه وليک چې جمهور رييس او مشاورینو ته يې خپلې ژمنې ورپه ياد کړم. د هغه ليکوال ژبه دې هم ګونګه شي چې حقيقت ګوري، نه يې وايي او نه يې ليکي. که جمهور رييس د راتلونکې جون مياشتې په بهير کې هم پکتيکا ته له خپل ماسټرپلان او ((واضح طرحې)) سره لاړ شي، بيا به هم يو غنيمت وي. د دې ليکنې په مقابل کې د کنځلمارو کېدونکې کنځلې دې خپله هغوی ته ډالۍ وي. ما دا ليکنه يوازې د پکتيکا خلکو د حقوقو د اعادې او د جمهور رييس د ژمنو د يادونې لپاره ليکلې ده، نور سياسي غرض او مرض په کې نشته.