په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یو عسکر یې د هېواد په جنوب کې په یوه مخامخ جګړه کې وژل شوی دی. خبرپاڼه زیاتوي چې دا نو په دې توګه اووم عسکر دی، چې روان کال په مخامخ جګړو او یا هم د روزنې ورکولو پر مهال وژل کېږي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی ددغه عسکر پر وژل کېدو خواشیني دي، خو ورته پېښې به یې ماموریت زیانمن نه کړي. ناټو ددغه عسکر د وژل کېدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي. وسله والو طالبانو بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پرون یې په هلمند کې د امریکايي ځواکونو پر یوه ټانک چاودنه کړې ده او ګڼ عسکر یې پکې وژلي دي. دوی ددغه عسکرو د وژل کېدو شمېر نه دی ښودلی، خو ناټو یوازې د یوه عسکر د وژل کېدو خبره کړې ده.




































