د ليان يون ګانګ په بندر کې رنګارنګ کانټينرونه په منظم ډول ځای پر ځای شوي چې د KTZ او UNICO په شمول د ځينو تصديو نښې ورباندې لګېدلې دي. د پنځوسو مترو په جګوالي تر کرېنګ لاندې ځانګړې اوسپنيزې لارې په مستقيمه توګه د لونګ های او لان شين له اوسپنيزې لارې سره نښلول شوي چې له ليان يون ګانګ بندر څخه تر قزاقستان پورې غزيدلي دي. دغه اوسپنيزې لارې له ټول چين څخه تيرې شوي، دغه راز ټول لاين په پوره توګه نښلول شوی دی.
په ليان يون ګانګ بندر کې د چين او قزاقستان تر منځ د توکيو ليږدوونکې اډه د يو کمربند او يوې لارې په اړه د وړاندیز له وړاندې کېدو وروسته د نوې وريښمو لارې په اوږدو کې لومړۍ واقعې پروژه ده. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د ۲۰۱۷ کال په جون مياشت کې له قزاقستان څخه د ليدنې په وخت کې د دواړو هېوادونو په سرحدې سيمه کې د اسيا او اروپا تر منځ د نړيوالې ليږدونې په هکله د ويډيويي تماس نيولو سره په نوموړو مراسمو کې ګډون وکړ. شي جين پينګ د يوې وينا په ترڅ کې هيله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه همکارۍ پياوړې کړي تر څو د ليان يون ګانګ بندر او د شينجيانګ د هورګوس په نښلولو سره د اسيا او اروپا تر منځ ځمکنۍ او سمندري لارې جوړې شي او د يو کمربند او يوې لارې په پلان کې يوه نمونوې پروژه وګرځي. دواړه هېوادونه به سوله ايزه، سمسوره، خلاصوونکې،نوښتي او مدنيت لاره جوړه کړي.
په ليان يون ګانګ بندر کې د چين او قزاقستان تر منځ د نړيوال ليږدوونکی شرکت عمومي مدير ليو بين په ۲۰۱۴ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د توکيو ليږدوونکې اډې د مشر دنده پيل کړه او د دغې اډې د ابادۍ ټول بهير او د نمونوې پروژې او بېلګې د جوړولو نوې لاسته راوړنې يې ثبت کړې. د کانټینرونو د کنټرولولو په ترڅ کې کارګرو ته اړتيا نه شته چې د ماشينونو په وسيله کنټرولېدلی شي او له ليان يون ګانګ څخه د ازبکستان تر پلازمينې تاشکند پورې په يخ کې د ذخيره کولو اورګاډی پرانيستل شوی. دغه راز د ليان يون ګانګ بندر شرکت د قزاقستان د ځمکني بندر په پروژه کې سهم درلود چې د دواړو خواوو تر منځ د کارونو همکارۍ او د کارکوونکو تګ راتګ شوی دی.
د ليان يون ګانګ بندر د شرکت مشر دينګ ژوې وويل، زموږ لوری څرګند دی چې يو نمونوې پروژه او بيلګه جوړه کړو. پر سمندر باندې په پر له پسي توګه د الوتکو لاينونو او د الوتکو شمېر زيات شي چې مشتريانو ته لا ښه خدمتونه برابر شي. دغه راز په وچه کې له ليان يون ګانګ بندر څخه تر هورګوس پورې د اوسپنيزې لارې په کارولو سره د توکيو ليږدوونکې چارې د قزاقستان له لارې ترکيې، لاتويا او جرمني ته غزېدلی شي.
د تېر کال د جون په ۲۸ مه نیټه د جاپان د نيسين شرکت له مالونو څخه ډک يو کانټینر د چين او قزاقستان تر منځ د ليان يون ګانګ له اډې څخه حرکت وکړ او د جرمني هامبورګ ښار ته روان و. دا لومړی ځل و چې د جاپان مالونه د چين له لارې اروپا ته نقل شول او له دې څخه څرګند شوی چې په ليان يون ګانګ بندر کې د جاپان، چپن او اروپا تر منځ د اوسپنيزو لارو او بيړيو له لارې د نړيوال ليږد راليږد د وريښمو نوې لارې پرانيسل شوې. په جيانګ سو ولايت کې د جاپان د نيسين شرکت د فرعي څانګې مشر وويل چې په جاپان کې د توکيو ليږدوونکې تصدۍ په توګه مو د لومړي ځل لپاره د چين له لارې اروپا ته ليږدوونکې اورګاډی کارولی، ځکه چې ليان يون ګانګ د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې جغرافيايي ځانګړې ښېګڼه لري. هغه هيله څرګنده کړه چې د جاپان او اروپا تر منځ د دغې اورګاډی په وسيله د کانټينرونو د ليږدولو له لارې لا زياتو مشتريانو ته نوي سوداګريز توکي برابر کړي.
په قزاقستان کې د غنمو او د زغرو د تخمونو په شمول کرهنيز توليدات توليديږي چې هر کال د غنمو توليد اندازه شل مليونه ټنو ته رسيدلی چې دوه په درېيمه برخه نورو هېوادونو ته صادروي او د زغرو د تخمونو صادرات په نړۍ کې لومړی مقام نيسي. د ۲۰۱۷ کال په فبرورۍ مياشت کې د ليان يون ګانګ بندر له چين څخه د قزاقستان د غلودانو د تيرولو په بهير کې د يوازينی بندر په توګه ټاکل شو چې د يوې تګلارې په حيث په رسمي توګه عملي شوی. د چين او قزاقستان تر منځ د مالونو په ليږدوونکې اډه کې له قزاقستان څخه د لومړۍ ډلې له ۷۲۰ ټنو غنمو څخه ډک ۳۲ کانټینرونه يوازې د شپږو ورځو په ترڅ کې له الماتا څخه تر ليان يون ګانګ بندر پورې رسيدلي او په دوو ساعتونو کې د بيړيو په وسيله د جنوب ختيځې اسيا بېلا بېلو هېوادونو ته نقل شوي. په چين کې د قزاقستان د سفارت مستشارې صاولي نورګاريوا د ليان يون ګانګ بندر له لارې له قزاقستان څخه صادرېدونکي غنم او نور توکي په مستقيمه توګه نورو هېوادونو ته ليږدېدلی شي چې د قزاقستان او چين د تجارتي چارو د پرمختيا او د دواړو هېوادونو پر نړيوالې ليږدونې فعاله اغيزه لري.
په ليان يون ګانګ بندر کې د چين او قزاقستان تر منځ د نړيوال ليږدونکی شرکت عمومي مدير ليو بين وويل چې زموږ يوه خوا له قزاقستان څخه نښلول، بله خوا له جاپان او کوريا جمهوريت څخه نښلول دي. قزاقستان د موټرو لوازمو، برېښنايي توليداتو او د دغو توليداتو اصلي لوازمو ته اړتيا لري. په قزاقستان کې نباتي توليدات او پنبې او نور توکي ټول د دغې لارې په وسيله ليږد راليږد کيږي. د اسيا او اروپا تر منځ نوې ځمکنۍ او سمندري لارې دواړه کارول کيږي.
ليان يون ګانګ په فعال ډول عمومي وضعيت سره يوځای کړی او چټک پرمختګ یی کړی دی.
د چين او قزاقستان د مالونو د ليږد راليږد اډه د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په ابادولو کې د لومړي واقعي ډګر په توګه بلل کېږي. د دې اډې د لاسليکولو او کارولو بهير د څلورو ځلو لپاره د چين او قزاقستان د لومړيو مشرانو لخوا ليدل شوی چې ځانګړی ارزښت لري .
هغه څوک چې د عمومي وضعيت لټه نه کوي، د يوې برخې د لټولو لپاره بسنه نه ده. د يو کمربند او يوې لارې وړانديز تر اعلانېدو وروسته د چين د جيانګ سو ولايت ليان يون ګانګ ښار په فعاله توګه دغه وړانديز پلی کړی او د دې لپاره يې خدمتونه کړي دي. د ليان يون ګانګ د بندر ګروپ پخواني مشر بای لي چيون اوس لاهم د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر ۷مه نېټه يادوي. هغه وويل چې هغه مهال د چين او قزاقستان د مشرانو تر ګډې کتنې لاندې، د چين او قزاقستان د نړيوالو مالونو د ليږد راليږد همکاريز تړون لاسليک شو. د مالونو د ليږد راليږد اډې د جوړولو لپاره د ليان يون ګاګنګ په بندر کې طلايي ځمکې کارول شوې ، دغه بندر د لان جو او ليان يون ګانګ ترمنځ اورګاډي او د بندر له کانټينرونو او د غلودانو له ګدام سره نژدې دی او د جنوب لوری د کانټينرونو مخې ته له ۶۰۰ مترو څخه کم دی چې د موقعيت غوره والی يې روښانه دی.
ليان يون ګانګ ځانګړی جغرافيايي غوره والی لري. د لونګ های او لان شين ترمنځ د رېل لار چين ته تېرېږي. د ۱۹۹۲ کال د دسمبر په لومړۍ نېټه د اسيا او اروپا ترمنځ د نوي ځمکني پل لومړی اورګادی يعنې د دونګ فانګ ۱۸۰۸ نمبر اورګاډی له ليان يون ګانګ څخه د الماتا په لور وخوځېد او له دې څخه څرګندېږي چې د اسيا او اروپا ترمنځ نوی ځمکنی پل په رسمي توګه پرانيستل او کارول کېږي. ليان يون ګانګ تل د سمندر او رېل له لارې د نړيوال ترانسپورټ لپاره کوښښ کوي.
په عين وخت کې قزاقستان په وچه کې د نړۍ ترټولو لوی هېواد په توګه په ليوالتيا سره په ختيځ کې مناسب سمندري بندر لټوي. د دغه هېواد د وخت ولسمشر نورسلطان نظربايف د چين د تيان جين ، چينګ داو او د جنوبي سيمو له بېلا بېلو بندرونو څخه ليدنې کړې او په پای کې دې پايلې ته رسېدلی چې ليان يون ګانګ د چين په ختيځې بحري سيمې کې موقعيت لري، له جاپان او د کوريا له جمهوريت سره نژدې دی او د لان جو او ليان يون ګانګ ترمنځ د اوسپنيزو لارو له لارې د چين ختيځ او لوېديځ ته ځي. دا د قزاقستان لپاره ختيځ ته ترټولو اسانه لنډ او اقتصادي بندر دی. نظربايف وويل چې بايد د دې طلايي چينل له لارې قزاقستان لازيات توليدات چين او نړۍ ته صادر کړي.
د څو کلونو پرمختګ وروسته، د دې چينل عملياتي کيفيت په چين کې مخکني ځای نيسي. د چين د اوسپنيزو لارو د کانټينرونو د ترانسپورټ کمپنۍ د شانګهای فرعي شرکت د ليان يون ګانګ څانګې منيجر لي هونګ ليانګ وويل چې له قورغاس څخه منځنۍ آسيا او اروپا ته د ۸۶ سلنه اورګاډي د ليان يون ګانګ څخه لېږدېدلي، دغه زار ليان يون ګانګ په چين کې د سمندر او رېلونو له لارې د کانټينرونو د نړيوال لېږد رالېږد لومړی بندر ګرځي . زموږ غوره والی چټک سرعت دی، دا هغه څه دي چې موږ پخوا فکر نه شو کولی چې تر ۹ ورځو وروسته به تاشکند ته ورسېږي.
د چين او قزاقستان د باربري اډې د معيار او کيفيت کچه لوړه شوه
د چين او قزاقستان د باربري اډې د جوړولو عمومي پانګه له درېيو مليارډو يوانو څخه زياته وه او وسايل يې د وخت په تېرېدو سره زاړه شوي دي، نو قزاقستاني خوا د لومړي کال لپاره د تاوان وړاندوينه وکړه او د مخنيوي لپاره يې چمتوالی وښود.
له اټکل څخه وتلې خبره دا ده چې په لومړي کال کې يې څه باندې ۲۰۰ زره يوانه ګټې ترلاسه کړې. له څلور کلن پرمختګ وروسته نن دغه اډه د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږد رالېږ، ذخيرې او تجارتي معاملې لپاره يو نړيوال اقتصادي ډګر ګرځېدلی دی. يادې اډې ته د ۲۰۱۷کال تر پايه پورې 9 مليونه او 550 زره ټنه مالونه رسيدلي او 640 زره معياري کانتينرونو پرې تګ راتګ کړی چې دغه شمېرې”د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند “طرحې د برياليتوبونو څرګندويي کوي او پدې سره د دغه اقتصادي کمربند د اړوندو خواوو د يو نښليدونکي دهليز د جوړونې ښکارندويي هم کوي.
په ليان يون ګانګ ښار کې د قوانينو له مخې په چيني او بهرنيو پانګو سره د جوړې شوې تصدۍ د راجسټر کارونو د بشپړولو لپاره لږترلږه يوې اوونۍ وخت ته اړتيا ده، خو د دې ښار ښاروالۍ په ځانګړي ډول د چين او قزاقستان د باربري اډې د راجيسټر کارونه اسانه کړل او په يوه ورځ کې يې بشپړ کړل چې دغه سرعت د قزاقستان لپاره د حيرانتيا وړ و.
د چين ګمرکاتو عمومي اداره هم د چين او قزاقستان د باربري اډې د پرمختيا شاهده ده. د چين ګمرکاتو عمومي اداره له دې اډې څخه ځانګړی نظارت کوي، دغه اډه په چين کې د قزاقستان د رېل پټلۍ ايکسپرېس شرکت د کانتينري مالونو د چارو استازيتوب او صلاحيت لري او د ريفير کانتينرونو د قبلولو او تشولو ، د قزاقستان د غنمو د لويې بسته بندۍ په څو برخو د ويشلو او داسې نورو چارو صلاحيت لري، دغه اډه د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې په منظورېدو جوړه شوې او په چين کې د څواړخيزو ګمرکي نظارتي مرکزونو له دوهمې ډلې څخه ده. د دغې اډې د معلوماتو اداري سيستم د ګمرکاتو عمومي ادارې او د کيفيت د نظارت، ازموينې او قرنطين عمومي رياست له سيستمونو سره پېوند شوی، چې پدې سره د رېل پټليو او بندرونو دواړه سيستمونه سره نښلول شوي او د مشتريانو، رېل پټليو، بندرونو او د باربري سټېشنونو ترمنځ معلومات هم سره مشترک شوي دي.
د 2014 کال په جون مياشت کې د قزاقستان استازو د يادې اډې د جوړولو له چارو څخه د ليدنې پر مهال پيدا کړه، چې هغه رېل پټلۍ چې د ټاکلي پلان له مخې جوړه شوې،د سيمو تنګوالي ته په کتو نه وه جوړه شوې، يادو استازو د خواشينۍ په څرګندولو سره وويل، چې د دې رېل پټلۍ د نشتوالي له امله به چين او قزاقستان په مستقيم ډول يو له بل سره نشي نښلول کېدای . د همدې کال په جولای مياشت کې دواړو خواوو د يادې ستونزې د حل لپاره هوکړه وکړه چې په درېيو مياشتو کې به 3.8 کيلومتره رېل پټلۍ په ګډه جوړه کړي. د دغې رېل پټلۍ د جوړولو لپاره په غرونو کې د بمونو په وسيله د لويو ډبرو الوځولو ، د ودانيو ورانولو، نورو ځايونو ته د اوسېدونکو او برېښنايي پايو انتقالولو ، همداراز د لسګونو زرو مربع کيلومترو سمنټي ميدانونو خرابولو ته اړتيا درلوده چې دا ټول ډېر سخت کارونه وو. ليو بين خبريالانو ته وويل،چې ټولو همکارانو مو اضافي کارونه وکړل، د پروژې د ستونزو وړاندوينه مو کړې وه او په ښه توګه مو کاري پلان جوړ کړی و چې پدې سره مو په دوو مياشتو کې دغه پټلۍ بشپړه کړه. د روان کال د سپتمبر په 29 مه نېټه کله چې په لومړي ځل يادې اډې ته اورګاډی ننوت ، د اډې کارکوونکي په ډېرې خوشحالۍ، چې باران هم اورېده،د رېل پټلۍ په دواړو غاړو کې ولاړ وو او دغه مهمه شېبه يې له نږدې وکتله. يو چيني متل دی، وايي، هدف ځای ته د تګ په لاره کې که زموږ پر وړاندې غر هم وي، نو له غره نه د تېرېدو لپاره به يوه لاره هواره کړو، که سيند وي، نو يو پل به پرې جوړ کړو، نو د چين او قزاقستان باربري اډه له ستونزو سره سره ګام پر ګام جوړه شوه.
په دوستانه همکاريو د چين او قزاقستان د دوستۍ لار جوړه شوه
د چين او قزاقستان باربري اډې په فعالېدو سره نه يوازې د ورېښمو لارې د ختيځ او لويديځ يو لوی نښلېدونکی دهليز، بلکې د دوستۍ لار هم هواره شوې ده. د چين او قزاقستان دواړه کاري ډلې د کاري وخت په تېرېدو سره ورځ تربلې سره اشنا شوې لکه چې د يوې کورنۍ وروڼه دي.ځيني ځوان قزاقستاني همکاري آن ليو بين ته” ليو کاکا “يا” ليو بابا“وايي.
هغه کس چې ليو بين ته تر نورو ډېرځلې ” ليو بابا“وايي، يوه دنګه او زرين وېښتان لرونکې نجلۍ ده، نوموړې نبيلا نومېږي او د چين او قزاقستان د نړيوال باربري شرکت د ماليې څانګې مرستياله ده. نبيلا خپله څلور کلنه لوړه زده کړه د شانګهای بهرنيو ژبو په پوهنتون کې د نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ په څانګه کې بشپړه کړه، خبريالانو له هغې څخه وپوښتل چې په شرکت کې څه دنده پر غاړه لرې؟ هغې په دقت سره ځواب ورکړ: ”د چيني او قزاقستاني محسابانو د سنجولو لارې چارې فرق لري، زه د دوی يو نښلېدونکی پل يم.“
کله چې د چين او قزاقستان د باربري همکاريزې اډې چيني او قزاقستاني کارکوونکي يو د بل ارزيابي کوي، دوی به يو بل صادق او رښتيني بولي. قزاقستاني کارکوونکی دارهان د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې ليان يون ګانګ ته راغی او د چين او قزاقيستان د باربري نړيوال شرکت د نړيوالو چارو څانګې د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي. د شرکت کانتين د قزاقستاني کارکوونکو لپاره د ډوډۍ خوړلو يوه خاصه خونه جوړه کړه چې ډيزاين يې اروپايي ځانګړنې لري. خو قزاقستاني کارکوونکي دغه ځانګړي خدمت نه مني او هميشه د کانتين په عامه سيمه کې نوبت نيسي. دارهان وايي، آيا موږ کومه ځانګړتيا لرو؟ موږ له چيني کارکوونکو سره يو شان يو. دوی د اخترونو په ورځو کې پخپله اخلی پخلی کوي او د قزاقستاني خوړو خوړلو ته به چيني کارکوونکي دعوت کوي. د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر په لسمه نېټه د دارهان زوی د ليان يون ګانګ ښار په دونګ فانګ روغتون کې وزېږېد، هغه په دغه ښار کې لومړنی زېږېدلی قزاقستان ماشوم دی .
د چين او قزاقستان د باربري شرکت پخواني مرستيال منيجر سعوت يو ډېر تجربه کار سړی دی او په چيني، انګليزي، روسي او قزاقستاني ژبو پوهيږي. نوموړي په اول کې د ليو بين لارښوونکي کارونه نه وو منلي، خو د همغږۍ او د نظر تبادلې په زياتېدو سره دوی د ښو وروڼو په شان شول. د ۲۰۱۵ کال د اګست په پای کې د سعوت ماشوم په طبي ازموينو کې معلومه شوه چې هغه د وينې په سرطان اخته دی، په دغه بې اميده شېبه د سعوت په ذهن کې ليو بين راغی. سعوت په لومړي وخت ليو بين ته زنګ وواهه او ورته يې وويل چې هله!راسره مرسته وکړه! ليو بين له څنډ پرته له سعوت سره يوځای ماشوم روغتون ته بوت. څه وخت وروسته سعوت د درملنې لپاره ماشوم بېرته قزاقستان ته بوت، هرکله به چې ليو بين د کارونو له امله قزاقستان ته تله، سعوت به ورسره کتل او غږېدل.
د ۲۰۱۷ کال په مې مياشت کې د چين کوسکو شيپينګ ګروپ او د ليان يون ګانګ بندر ګروپ په ګډه سره د يوه ځمکني بندر په پروژه کې د قزاقستان د رېل پټليو شرکت ٪49 سهامي ونډه واخيستله او بيا درېواړه خواوې ياده پروژه په ګډې همکارۍ سره په160 مليونو امريکايي ډالرو ګډې پانګې چلوي. همدا دی چې په ليان يون ګانګ کې د چين او قزاقستان د باربري سټېشنونو او د قزاقستان ياد ځمکني بندر يو د بل پانګو ته لاسرسی لري او د کارکوونکو تبادله هم کېږي. د ليان يون ګانګ بندر ګروپ کارکوونکی جو فو يان د ياد ځمکني بندر د مرستيال په توګه ټاکل شوی او د دندو لپاره يې هورګوس ته ليږل شوی. نوموړی وايي هغه اورګاډي چې له ليان يون ګانګ څخه منځنۍ اسيا او منځنۍ اروپا ته روان دي، زموږ په ځمکني بندر کې د مالونو د تبادلې او بيا بسته بندۍ لپاره تم کېږي، د چيني او قزاقستاني کارکوونکو د دوستانه همکاريو له لارې د دغو مالونو د تبادلې او بيا بسته بندۍ وخت له 11 ورځو څخه 5 ورځو ته کم شوی او پدې سره له چین څخه اروپا او اسيا ته يو چټک هليز هواره شوی دی.
فرصت د “نيول” له کلمې څخه راځي
هغه بندر چې د هېواد په ساحلي سيمو کې لوړ مقام نلري او د چيني او بهرنۍ پانګونې يوه کوچنۍ پروژه ده ،ولې دوه ځله د دواړو هېوادونو د مشرانو پاملرنه ور واوښته ؟ اجازه راکړئ او د يوې جملې په اړه فکر وکړئ: “فرصتونه تل له هغو خلکو سره مرسته کوي کوم چې چمتو وي.”
کله چې باد راشي، تاسو بايد د فرصت د نيولو ذهنيت ولرئ او په هر وخت کې د فرصتونو د نيولو لپاره چمتو واوسئ. چمتووالی له لاسته راوړلو څخه راځي. دا بندر د ليان يون ګانګ اصلي سرچينه او ددې ښار ځانګړتيا ده. ليان يون ګانګ ښار تل د لوی او پياوړي بندر د جوړولو لپاره هڅه کړې او د ملي تګلارو جوړونې او سمون ته پاملرنه کوي. نو ځکه، کله چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز اعلان شو، نو ويې کولی شول چې پر وخت د پروژو تنظيم ، اعلان او تطبيق تضمين کړي . چمتووالی د مسؤليتونو له اخيستلو څخه راځي. د عمومي منشي شي جين پينګ له حکم سره سم، دغه ښار په فعاله توګه خپل کارونه ترسره کړي او د پروژو کيفيت يې ډېر لوړ دی. چمتووالى له ځانګړتياوو څخه راځي. کوم شيان نور خلک نلري، زه لرم. زه د نورو په پرتله ښه شيان لرم او که نور خلک لوړ کيفيت لرونکي شيان لري، زه ځانګړي شيان لرم.په ليان يون ګانګ کې د چين او قزاقستان د مالونو د ليږد راليږد اډې چارې ښيي چې د خپلو مقايسوي ځانګړتياوو کارول د فرصتونو د نيولو هميشنۍ موضوع ده. د پرمختګ په رجحان او د بازار په سيالۍ کې زه ځانګړی ځای لرم،نو زه پياوړی يم.