چهارشنبه, مارچ 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

نړيوال ځنځيري ارزښت بايد خراب نه؛ بلکې وساتل شي

په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ

جون 5, 2019
in لیکنې
0 0

يو نيم کال کيږي چې افغانستان ته راغلی يم او پدې وخت کې مې د افغانستان هغه لويه اراده ډېره احساس کړې چې پر وچې کې راګير  هيواد پر وچې نښلېدونکي هېواد ځان بدلوي. ” افغانستان د اسيا  زړه دی “ او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان  غړی هم دی، نو همدا لامل دی، چې دغه هيواد متقابل پيوستون او ازادۍ سوداګرۍ ته ډېره پاملرنه کوي او د کاري فرصتونو او شتمنۍ جوړونه پر نړيوالې سوداګرۍ او پانګونې پورې تړي، غواړي د صنايعو، عرضې او نړيوال ځنځيري ارزښت کې لا مساعد ځای ونيسي، افغانستان د سوداګريزو مسئلو له سياسي کېدو سره مخالفت کوي او غوښتنه کوي، چې نړيواله ټولنه دې د پرمختيايي هېوادونو، په تېره بيا د تر ټولو وروسته پاتې هېوادونو رښتيني حالاتو ته توجه وکړي، همدارنګه دغه هېواد غواړي د خپلې عرضي ځنځير د چين  له ځنځيري ارزښت سره ونښلوي.

چين د افغانستان په يادو حقه غوښتنو ډېر ښه پوهيږي او ورڅخه کلک ملاتړ کوي او د ورېښمو په لرغونې لاره کې د افغانستان د پخوانۍ جلوې د بيا رامنځته کېدو او د سيمې پر ترافيکي او سوداګريز  محور د بدلولو په برخو کې تر وسې پورې ورسره همکاري کوي. چين په همدغه هدف وړانديز وکړ چې له افغانستان سره په ګډه”يو کمربند او يوه لار “ جوړه کړي، د دې لپاره يې مستقيم هوايي پروازونه او د  بارچيلونې اورګاډي پرانيستي، له افغانستان سره يې د نړيوالې رېل پټلۍ او د نوري فايبر کيبل د جوړولو په اړه بحث کړی او له افغانستان سره د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د نښلولو لپاره يې هڅه کړې ده.

چين افغانستان ته خپل بازار پرانيستی او د کمو ګمرکي تعرفو له لارې د افغانستان مرمر، زعفران ، جلغوزي، قالينې او داسې نور محصولات راجلب او قبلوي، دغه راز د دواړو هېوادونو د سوداګرو تګ راتګ ته يې انسانتياوې برابرې کړي او پياوړې چيني تصدۍ يې دې ته هڅولي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. چين هر کال څه باندې ۱۵۰سکالرشيپونه افغان محصلينو ته برابروي او د افغانستان لپاره د لرې کنترولېدونکو سپوږمکيو په ګډون په عصري تخنيکونو او نورو برخو کې تر زرو  زيات مسلکي کارکوونکي روزي، له افغانستان سره د اغېزمنو او نويو عصري تخنيکونو د تسلط په برخه کې هم مرسته کوي او د هغه چيني متل پر نظر ټينګار کوي، چې وايي،  نورو ته دې د ماهي ورکولو تر څنګ د ماهي د نيولو طريقه هم ورزده شي.

ما ته خپلو افغان ملګرو په صميمانه ډول دا وويل ، چې د افغانستان په اړه د چين هره کړنه او هره خبره د مسئوليت منونکي لوی هېواد په توګه د چين بڼه او له افغانستان سره د چين وروري او دوستي ښکاره کوي. افغانستان د لويو هېوادونو همکاريو ته اړتيا لري او هيله لري چې لوي هېوادونه په مسئولانه ډول اړوندې چارې ترسره کړي، يوازې له همدې لارې کېدای شي چې په افغانستان کې سوله او سمسورتيا ژر راشي، خو په دغو ورځو  کې افغان  ملګري د متقابل پيوستون او نړيوالې سوداګرۍ له امله ډېرې اندېښنې لري.  ټولو ته يې لامل معلوم دی ، يعنې چينايان لارې جوړوي، خو په ورته وخت کې يو بل لوی هېواد پکې ديوالونه جوړوي، چينايان څو اړخيزم هڅوي خو يو بل لوی هېواد يواړخيزم پورته کوي، چينايان بازار خلاصوي، خو يو بل لوی هېواد په بازار کې خنډونه جوړوي، چينايان د ګمرکي تعرفو د کمولو لپاره هڅه کوي، خو بل لوی هېواد د نړيوالو قوانينو هيڅ پروا نه ساتي او له خپلو پولو څخه په تېرېدو نورو سيمو ته لاسونه اوږدوي.

په نړيوال ځنځيري ارزښت کې افغانستان هم ونډه لري او ګټې يې ترې اخيستې دي، د دغه ځنځير عادي روانېدا دريو شرايطو ته اړتيا لري.  لومړی: د دغه ځنځير بېلابېلې کړۍ يو له بل سره نښلول کېږي او  نه سره جلاکيږي اود نښلولو شکل يې په عمده توګه تخنيک دی.  دوهم:  په ځنځير کې د بېلابېلو غاړو موقعيت بدلېدونکی دی.  درېيم:  د ځنځير عمده برخه تصدۍ دي او د بېلابېلو هېوادونو د تصديو د ډيزاين، توليد، خرڅلاو، ليږدونې او داسې نورو اړوندو  فعاليتونو ټولګه هم ده، نو له تصديو سره د بېلابېلو هېوادونو عادلانه او دوستانه سلوک او د سوداګرو له روحيې او د بازار له منظمې سيالۍ څخه د دوی ملاتړ  د ارزښت د نړيوال ځنځير د سالم پرمختګ لپاره ډېر مهم دی.

د اندېښنې وړ خبره دا ده چې يو هېواد د  نړيوال ځنځيري ارزښت  د تيورۍ د نوښت کوونکي په توګه د دغه ځنځير په هسکه کې ولاړ دی او ورڅخه يې تر ټولو زياتې ګټې ترلاسه کړې دي، خو نن دغه هېواد ياد درې اساسي شرايط له پامه غورځولي او کمزوري کړي يې دي او نړيوال ځنځيري ارزښت يې سخت خراب کړی دی.

دغه هېواد يوازې د ارزښت له ځنځير څخه ګټې اخيستل غواړي او د خطرونو د پر غاړه اخيستلو بيه نه غواړي، دغه راز هغه دا نيت هم لري چې له نړيوال ځنځيري ارزښت څخه ووځي او نوی ځنځير جوړ کړي. د دې نوي ځنځير د جوړولو اصول د ټولو لخوا د سلامشورو له لارې نه ،بلکې په يوازې ځان يې ټاکي.

دغه هېواد غواړي چې هميشه د ارزښت ځنځير په سر کې ناست وي،ورڅخه زياتې ګټې ترلاسه کړي او تخنيکي باداري د امکان تر حده خپره کړي، هغه  د دغو موخو لپاره پر نورو د بنديز لګولو له لارې دغه ځنځير پرې کوي او د هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکې او د تکنالوژۍ او استعداد لروونکو کسانو تبادلې يې له ځنځير څخه بېلې کړې دي.

کله به چې دغه هېواد د خپلځان او خپلو تصديو پر وړاندې د سيالۍ فشارونه ليدل، هغه به پر خپلو کړنو له سره کتنه نه کوله او د پرمختګ موندلو لپاره به يې خپله تکنالوژي او اداره نه نوې کوله او خپل بازار نه يوازې اصلاح  کوي نه، بلکې د ټول  دولتي قوت په راټولولو سره، په تېره بيا د ټولو دولتي دفاعي سامان الاتو په کارولو سره د نورو هېوادونو پرمختللې تصدۍ ځوروي. ما ته افغان ملګرو وويل، چې دغه هېواد د نړۍ تر ټولو قوي هېواد دی، خو هر وخت پر بد نيت چورت وهي او په هره ممکنه لاره يې د يوې تصدۍ مالي مسؤلې ته چې نړيوال ورته درناوی لري او کارونه يې هم د قانون تابع دي، دسيسه جوړه کړې او غواړي چې نور هېوادونه وډار کړي  او دغسې کړنه د اشرف او متمدن هېواد کار نه دی، بلکې د حيرانتيا او سپکاوي وړ کار دی.

چين او افغانستان دواړه پرمختيايي هېوادونه دي او د م م او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړي هېوادونه هم دي، دواړه هېوادونه پدې اند دي چې د اقتصاد نړيوالتوب  او نړيوال ځنځيري ارزښت د زمانې له پرمختيايي لوري سره سمون لري او د مخنيوي وړ نه دی، دواړه هېوادونه د بازار پر پرانيستنې،ازادې سوداګرۍ او څواړخيزم ټينګار کوي او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان اصول مراعتوي او ساتنه يې کوي.

د افسوس وړ خبره دا ده، چې چين او افغانستان  جاري نړيوال نظم او  بازاري اصولو ته په درنه سترګه ګوري، خو ځيني هېوادونه بيا برعکس په جدي او درنه سترګه نه ورته ګوري.

 ځيني غواړي پرمختيايي هېوادونه له حقه حقونه محروم کړي او د جنوب او شمال د پرمختيا تفاوت او ځنځيري ارزښت کې اوسنۍ درجه بندي همېشه په خپله سويه کې پاتې وساتي او نه غواړي د پرمختيايي هېوادونو تصدۍ او توليدات تر ده مخکې شي.  دغه هېواد  په يادو کړنو سره  نورو ته او هم ځان ته زيانونه رسولي او پر  خپلې اقتصادي ودې او د نړيوال ځنځيري ارزښت  پر پرمختګ يې  منفي اغېزه کړې ده. که دغه کړنې زياتې او پراخې شي، نو لوی هېوادونه کولی شي، چې  پر خپلو کورنيو بازارونو د تکيې کولو له لارې د زيانونو مخه ونيسي، خو کوچني هېوادونه او په وچې کې راګير هيوادونه به تر ټولو سخت او مستقيم زيان لاندې وي.

چين په ډېر صميمانه توګه له نورو لويو هېوادونو سره اقتصادي او سوداګريزې خبرې اترې کوي او د خبرو اترو په پروسه کې د متقابل درناوي ، مساواتو او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار کوي او د يوه داسې  تړون د راوستلو په هڅه کې دی چې د دواړو خواوو لپاره د منلو وړ وي. متل دی، وايي ” له يو لاس څخه ټک نه خېژي“ اوسمهال ستونزه دا ده، که  د خبرواترو يوه خوا د تسلط او بادارۍ غوښتنې لويه څپه پورته کوي، پر نورو تر ډېرې اندازې فشارونه  اچوي او خپلې کړې ژمنې نه پلې کوي، نو د خبرو اترو عدالت چېرې دی؟  که يوه خوا د بلې خوا حاکميت او اصلي ګټو ته درناوی ونه کړي،د بلې خوا د جوړجاړي په موخه پرې فشارونه واچوي او غواړي د خبرو اترو نتيجه يوازې د ځان په ګټه  وڅرخوي، نو په داسې حالت کې به د خبرو اترو د برياليتوب شونتيا وي؟

چين خپلو ملي او نړيوالو عامو ګټو ته د کتلو په پار سوداګريزه جګړه نه غواړي، خو ورڅخه ډاريږي هم نه، که ضرورت وي، نو د مجبوريت له مخې به جګړه وکړي او تر اخري شېبې پورې به مقاومت ته دوام ورکړي. پر دغه دريځ افغان ملګري په اسانه پوهېدای شي، ځکه دا د هغو هېوادونو لپاره ضروري انتخاب دی چې لرغونی مدني تاريخ او ټينګ ملي وقار لري. د چين دريځ نه يوازې د ځان لپاره، بلکې د عرضې، صنايعو او ارزښت د نړيوالو ځنځيرونو د عادي روانېدو او ساتلو لپاره او هم د افغانستان په ګډون د پرمختيايي هېوادونو د عمومي ګټو او پرمختيايي فضا د دفاع لپاره دی.

Share13Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In