د افغان جګړې ضد د برېتانوي فعالینو یوه ډله، چې د پارلمان غړي او فلمي ستوري په کې شامل دي، وايي له ۲۰۰۱ زېږدیز کال څخه تر اوس پورې د دې جګړې له کبله ۲۱۷۰۰۰ افغانانو او د ناټو ۳۵۴۶ عسکرو، چې ۴۵۶ یې برېتانويان دي، ژوندونه له لاسه ورکړي. دې ډلې په یوه مطلب کې چې پر ګارډین ورځپاڼه خپور شوی ویلي د ۱۷ کاله جګړې پر مهال د هر کال په تېرېدو سره په افغانستان کې بې ثباتي، لوږه او د چاپیریال اړوندې ستونزې نورې هم ژورې شوې دي. دوی د برېتانیا پر حکومت غږ کړئ چې له افغانستانه سرتېري وباسي او پر ځای یې دغه هېواد ته د ثبات پر راستنېدو تمرکز وکړي.



































