د وینزویلا د بنسټګرو شورا په نامه د یوې پراخې ټولنې مشر دیوسدادو کابلو وایي، ددې هېواد د بې ثباتۍ لپاره د امریکا هڅو تر اوسه پایله نه ده ورکړې او هیله مندي یې ښودلې چې دوی به په دې برخه کې د امریکا د هڅو مخنیوی وکړي او اجازه به ورنه کړي چې دا هېواد د امریکا د غلطو سیاستونو قرباني شي. هغه ویلي، د وینزویلا وګړي د همدې هېواد له امله تر ټولو بدې ورځې تجربه کوي. کابلو زیاته کړې، دوی هڅه کوي د وینزویلا د وروستي کړکېچ کمولو او د جنګیالیو د ارامولو لپاره یو داسې میکانیزم رامنځته کړي چې ټولې غاړې ورسره نسبي موافقې ته غاړه نرمه کړي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې امریکا هم اوس دې نتیجې ته رسېدلې چې د خپلو سیاستونو د رهبري لپاره یې ټاکلی سمبول (خوان ګوایدو) غلط انتخاب دی.





































