د امریکا او چین ولسمشران د روانې میاشتې په وروستیو کې په جاپان کې سره ګوري. د فاکس نیوز اژانس د خبر له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ به د دې میاشتې په وروستۍ لسیزه کې په جاپان کې د جي-۲۰ هېوادونو په سرمشریزه کې یوبل سره وګوري. د سرچینه په خبره دا څرګندونې د امریکا د مالیې وزیر له ډېرو جزیاتو ورکولو پرته په امریکا کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې کړې ده. که څه هم تر اوسه چین په دې اړه څه نه دي ویلي خو دا لیدنه به د امریکا او چین ترمنځ پر وروستي اقتصادي کړکېچ خبرو ته زمینه برابره کړي. د امریکا او چین ترمنځ اقتصادي شخړه وروسته تر هغه پیل شوه چې امریکا د چین پر تجارتي مالونو باندې تعرفه لوړه کړه او چین هم ورته غبرګون وښود چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې لا خرابې کړې.





































