د قزاقستان یو شمېر اوسیدونکي وايي چې اساسي حقونه یې تر پښو لاندې شوي او د ټاکنو د هغې پروسې پرضد دریدلي چې پایله یې مخکې له مخکې پلان شوې وه. سلګونه کسانو پرون د قزاقستان په څو ښارونو کې لاریونونه وکړل. د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې خلکو له اجازې پرته لاریون کړی. د دغه وزارت مرستیال مرات قاژییف ویلي چې په الماتې او نورسلطان ښارونو کې یې ۵۰۰ لاریون کوونکي نیولي. د موقت ولسمشر قاسم جومارت توقایف پر وړاندې د حکومت لهخوا په دې کنټرول شویو ټاکنو کې شپږ تنه کاندیدان ولاړ وو چې ډېر مشهوره نه و. د قزاقستان د ټاکنو کمېسیون ویلي نږدې دولسو میلیونو کسانو رایه ورکړې چې دا د ثبت شویو کسانو ۷۷ سلنه جوړوي. موقت ولسمشر جومارت توقایف چې په خپلې بریا ډاډمن و پرون یې له رأیې اچونې وروسته وویل چې لاریونوال او پولیس باید ارامه و اوسي او دی به د لانجې د هواري لپاره یوه کمېټه جوړه کړي.





































