قطر د واشنګټن او تهران ترمنځ د كړكېچ كمېدو په هدف امريكا او ايران خبرو ته بللي دي. د قطر د بهرنيو چارو وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ویلي، چې دوحې له څو هېوادونو سره په همغږۍ له امريكايي او ايراني چارواكو سره خبرې كړي او ترې غوښتي يې دي، چې د خپلمنځي كړكېچ د زياتېدو د مخنيوي لپاره په خپلو كې مذاكره وكړي. نوموړي پر دې په ټينګار سره، چې امريكا او ايران د خپلمنځي كړكېچ زياتېدو ته لېوالتيا نه لري زياته كړه، د قطر ترڅنګ عمان، عراق، جاپان او يو شمېر نور هېوادونه هم د واشنګټن او تهران ترمنځ د رامنځته شوي كړكېچ د حل غوښتونكي دي. دا په داسې حال كې ده، چې متحدو ايالتونو ايران د اټومي هوكړې د ځينو ژمنو په نقضولو تورن كړى او نوي بنديزونه يې پرې لګولي دي.





































