د متحده عرب اماراتو چارواکي وایي چې د یاد هېواد په عجمان ایالت کې د یوې استوګنزې ودانۍ شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکي د څښاک په اوبو مسموم کړل شوي دي. دا ۲۰۰ کسان د هریزون ټاور په نامه یوه استوګنیزه ودانۍ کې مسموم شوي دي. د چارواکو په خبره له دې ډلې ۱۹۰ تنه یې روغتون ته لېږدول شوي دي چې د ځینو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی. مسموم کسان وایي، دوی مخکې هم نږدې دولتي روغتیایي کارکوونکو ته ویلي وو چې د څښاک د اوبو رنګ یې اوښتی دی خو هغوی یې په اړه بېړنی اقدام نه دی کړی.





































