پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

    ازبک او د اروپايي ټولنې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي

    متقي له خپل عماني سیال سره ټلیفوني خبرې کړې دي

    افغانستان ته د سون توکو په وارداتو کې زیاتوالی راغلی

  • نړۍ

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

    واشنګټن پوست: د ټرمپ ارزونه ناسمه وه؛ د ایران نظام پیاوړی دی

    ایراني رسنۍ: مجتبی خامنه یي د ایران نوی مذهبي مشر ټاکل شوی

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د ملي يووالي په حکومت کې ٦٢ تنو د سرپرست وزيرانو په توګه کار کړى دی

پژواک خبري اژانس

جون 11, 2019
in لیکنې
0 0

د ملي يووالي حکومت له پیله تر اوسه ۶۲ کسان د سرپرست وزیرانو په توګه په ۲۵ وزارتونو کې له څو ورځو تر دوه نیمو کلونو کار کړی دی.

د پژواک خبري اژانس د معلوماتو له مخې، له یادو ۶۲ کسانو ۴۴ له شاوخوا یوې تر ۲۹ میاشتو د قانون خلاف سرپرستان پاتې شوي دي؛ ځکه له دوو میاشتو ډېره یې د سرپرست په توګه دنده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرستۍ د قانون له مخې هېڅوک نه شي، چې کولای په دولتي ادارو کې له دوو میاشتو ډېر د سرپرست په توګه کار وکړي.

دغه راز د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴مې مادې د یوولسمې فقرې پر اساس، د وزیرانو، لوی څارنوال، د مرکزي بانک د رییس، د ملي امنیت د رییس او افغان سرې میاشتې د رییس ټاکل د ولسي جرګې په تایید د ولسمشر صلاحیت دی.

خو د پژواک معلومات ښيي چې د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې په اوومه، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو وروسته، د دغه راپور تر جوړېدو (د روان کال د غبرګولي تر پنځمې) د دې مادې تطبیق ته پاملرنه نه ده شوې او په بېلابېلو وزارتونو کې پر ځینو ریاستونو سربېره، ۲۵ بېلابېل وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

په ټوله کې افغان حکومت ۲۵ وزارتونه لري، خو په دې وروستیو کې له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت د کورنیو چارو له وزارت او ترانسپورټ وزارت د عامه ګټو له وزارت سره مدغم شوي دي، خو تر اوسه یې د ادغام اړوند چارې دوام لري.

د ملي یووالي د حکومت پر مهال هر یو وزارت د یوې مودې لپاره د سرپرستانو له خوا اداره شوی دی.

د ملي يووالي حکومت له جوړېدو راهیسې شاوخوا ۵۶ میاشتې تېرېږي. د پژواک د معلوماتو له مخې، په دې موده کې حکومتي چارې په منځنۍ توګه له هرو سلو ورځو یوولس ورځې د سرپرست وزیرانو له خوا پر مخ وړل شوې دي.

د وزارتونو له ډلې، تر ټولو ډېر د کانونو وزارت او تر ټولو کم د کډوالو چارو وزارت د سرپرستانو له خوا اداره شوی دی.

د معلوماتو له مخې، له ټولو هغو ۶۲ کسانو چې د ملي يووالي حکومت له پیله تر اوسه یې د سرپرست وزیرانو په توګه کار کړی، تر ټولو ډېر وخت (له شاوخوا ۱۱ څخه تر ۳۱ میاشتو) سرپرست وزیران پاتې شوي دي.

همایون قیومي له تېرو لسو میاشتو راهیسې د مالیې وزارت د سرپرست وزیر او عنایت الله نظري نهه میاشتې د دفاع وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کړې ده.

اتو کسانو شاوخوا اته اته میاشتې د سرپرست وزیرانو په توګه دندې ترسره کړې دي.

عبدالغفور لېوال د سرحدونو چارو وزارت د سرپرست، محمدالله بتاش د ترانسپورټ وزارت د سرپرست، محمد اصف رحیمي د کرنې وزارت د سرپرست، محمد عثمان بابري د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست، حسن بانو غضنفز د ښځو چارو وزارت د سرپرست، واصل نور مهمند د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست، اقاجان نعیم د عامې روغتیا د سرپرست، مزمل شینواری د سوداګرۍ وزارت د سرپرست او حکم خان حبیبي د اقتصاد وزارت د سرپرست په توګه اته اته میاشتې کار کړی دی.

څلورو کسانو شاوخوا شپږ میاشتې د سرپرست وزیر په توګه کار کړی دی.

د پژواک معلومات ښيي چې هر یوه احمد شاه سادات د مخابراتو وزارت د سرپرست، محمد جواد پیکار د ښارجوړونې وزارت د سرپرست او روښان ولسمل د ښار جوړونې د سرپرست په توګه شپږ شپږ میاشتې کار کړی دی.

په همدې ترتیب اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرست او محمد اصف ننګ د پوهنې وزارت د سرپرست وزیرانو په توګه پنځه پنځه میاشتې کار کړی دی.

لسو کسانو شاوخوا څلور څلور میاشتې د سرپرست وزیرانو په توګه دنده ترسره کړې ده.

محمد ابراهیم شینواری د پوهنې وزارت د سرپرست، هارون الرشید شېرزاد د نشه يي توکو وزارت د سرپرست، عبدالحکیم منیب د ارشاد حج او اوقافو وزارت د سرپرست، غلام نبي فراهي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست، سیداحمد حقبین د سرحداتو وزارت د سرپرست، سلیم خان کندوزي د کرنې وزارت د سرپرست، کمال سادات د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست، حامد جلیل د ښار جوړونې وزارت د سرپرست، اجمل احمدي د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست او فاروق وردګ د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه شاوخوا څلور څلور میاشتې کار کړی دی.

اتو کسانو شاوخوا دری دری میاشتې سرپرستي کړې ده.

په همدې توګه مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، فیض الله ذکي د ترانسپورټ وزارت د سرپرست، عبداللطیف روښان د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست، عبدالرحمن صلاحي د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست، مصدق خلیلي د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، عباس بصیر د عامه ګټو وزارت د سرپرست، کامله صدیقي د سوداګرۍ وزارت د سرپرست او برنا کریمي د مخابراتو وزارت د سرپرستې په توګه شاوخوا درې درې میاشتې کار کړی دی.

نهو کسانو شاوخوا دوې دوې میاشتې د سرپرست وزیرانو په توګه دندې ترسره کړې دي.

د پژواک معلومات ښيي چې فضل احمد عظیمي د کډوالو چارو وزارت د سرپرست، ضرار احمد مقبل عثماني د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست، ایوب سالنګي د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، حضرت عمر زاخېلوال د مالیې وزارت د سرپرست، داعي الحق عابد د ارشاد حج او اوقافو وزارت د سرپرست، میراحمد احمد جاید سادات د کانونو وزارت د سرپرست، طارق عصمتي د کلیو او پراختیا وزارت د سرپرست، غلام فاروق قاري زاده د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست او سید انور سادات د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په صفت دوې دوې میاشتې کار کړی دی.

اووه کسان شاوخوا یوه یوه میاشت د سرپرست په توګه پاتې شوي دي.

بریالی حسام د مخابراتو وزارت د سرپرست، شاکر کارګر د سوداګرۍ وزارت د سرپرست، غلام علي راسخ د ترانسپورټ وزارت د سرپرست، نورګل منګل د ټولګټو وزارت د سرپرست، امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت د سرپرست، حمدالله محب د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او زلمی یونسي د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه شاوخوا یوه یوه میاشت کار کړی دی.

دغه راز باید وویل شي چې سید فهیم هاشمي د روانې میاشتې (غبرګولي) په څلورمه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست او عبدالتواب بالاکرزی د همدې میاشتې په پنځمه د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.

همدا اوس څوارلس وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

همدا اوس د بهرنیو چارو، کانونو، پوهنې، اوبو او انرژۍ، اطلاعات او فرهنګ، مالیې، ښارجوړونې وزارت، ملي دفاع، حج او اوقافو، سوداګرۍ، کورنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو، مخابراتو او لوړو زده کړو وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې تېرې دورې څو ځله له حکومته غوښتي وو، چې د سرپرستۍ فرهنګ پای ته ورسوي او دې جرګې ته نوماند وزیران معرفي کړي.

د ولسي جرګې اوسنۍ دوره د روان کال د غويي په شپږمه پرانیستل شوه او تر اوسه یې د داخلي اختلافونو له امله د اداري پلاوي ټاکنې نه دي شوې.

سرپرستۍ؛ د قانون نقضولو او نه رسېدنو لامل شوې دي

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استادې شهلا فرید پژواک خبري اژانس ته ویلي، د سرپرستۍ د قانون په اساس، هېڅوک باید له دوو میاشتو ډېر د سرپرست په توګه پاتې نه شي.

نوموړې د سرپرستانو له خوا د وزارتونو کنټرول ته په اشارې ویلي، حکومت په خپل دغه سیاست کې نه یوازې قانون نقض کړی، بلکې د هېوادوالو حقونه یې هم تر پښو لاند ې کړي، ځکه سرپرستانو ته د واک سپارل د غوره کارونو د ترسره کولو مخه نیسي او د سرپرستیو له امله د نه رسېدنو په پایله کې د هېوادوالو حقونه تر پښو لاندې کېږي.

هغې د دې پوښتنې په ځواب کې چې لکه څرنګه چې حکومت د قانون نافذوونکی دی، ولې په دې برخه کې د قانون خلاف عمل کوي؟ زیاته کړې: «یو خو د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ مشارکتي حکومت د دې لامل شوی، چې زیاتره وخت حکومتي ادارې د سرپرستانو له خوا اداره شي. بل لامل یې دا دی چې ولسمشر غوښتل ټول صلاحیت له ده سره وي، خپله یې ټاکي او خپله یې صلاحیت ردوي، ولسمشر غواړي د قدرت تک وي».

د هغې په خبره، د سرپرستانو له خوا د چارو پر مخ وړل د حکومت د کمزوري مدیریت ښکارندویي کوي او د دې لامل شوې چې د جنايي جرمونو د زیاتېدو او امنیتي وضعیت د خرابېدو تر څنګ، لږ بنسټیز کارونه وشي او اداري فساد همغه ډول دوام ولري.

دغه راز د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافي ویلي: «دغه څېړنه ښيي چې حکومتي چارواکو قانون تر پښو لاندې کړی، ځکه د قانون له مخې یو کس باید په یوه وزارت کې له دوو میاشتو ډېر د سرپرست په توګه پاتې نه شي».

د هغه په خبره، د سرپرستانو له خوا د چارو پرمخ وړل د ځينو ستونزو لکه د زیاتو بنسټیزو پروژو نه تطبیق، اداري فساد، د ناامنۍ او بېکارۍ زیاتېدو او نورو د رامنځته کېدو لامل شوي دي.

هغه دې ته په اشارې چې صلاح الدین رباني له شاوخوا ۹۰۰ ورځو راهیسې د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه پاتې شوی، ویلي: «زموږ  بهرنی سیاست ضرب د صفر دی او ډېر غیر مسلکي ډيپلوماټان ورته جذب شوي دي».

د ده په خبره، د کانونو، اوبو او برېښنا وزارتونه کلیدي وزارتونه دي او که له لومړیو یې وړ، مسلکي او باصلاحیته کسان په سر کې ټاکل شوي وای او د کانونو د استخراج او د برېښنايي انرژۍ د تولید په برخه کې لازم اقدامات شوي وای، اوس به د افغانستان اقتصاد په ښه حالت کې و.

د پژواک د معلوماتو له مخې، د ملي يووالي حکومت په ۵۶ کاري میاشتو کې د بهرنیو چارو وزارت شاوخوا ۳۱ میاشتې، د کانونو وزارت ۲۶ میاشتې او د اوبو او برېښنا وزارت ۱۲ میاشتې د سرپرستانو له خوا اداره شوي دي.

Share6Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

مارچ 11, 2026

نن د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې ۴مه کلنۍ غونډه پای ته رسيږي

مارچ 11, 2026

سبا به د چين د ۱۴م ملي ولسي کانګرېس ۴مه کلنۍ غونډه پای ته ورسیږي

مارچ 11, 2026

د منځني ختيځ لپاره د چين ځانګړي استازي د عربي متحده امارات له مرستيال صدراعظم او خارجه وزير سره ولیدل

مارچ 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In