په پاکستان کې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون یو شمېر لوړپوړي چارواکي په مالي فساد او د پيسو په سپينولو تورن دي. د دغه هېواد لومړي وزیر عمران خان د روانې جون میاشتې تر دیرشمې نېټې ولس ته وخت ورکړی چې خپلې پانګونې ثبت کړي. عمران خان ویلي، چې حکومت په بهرنیو هیوادونو کې د پاکستانیانو د پانګونې، بانکي او بې نومه حسابونو په هکله معلومات لري او ولس دې د جون تر دېرشمې نیټې پورې خپلې پانګونې ثبت کړي. عمران خان زیاته کړې چې پاکستان د هغو هیوادونو په کتار کې راځي چې ولس یي تر ټولو لږه مالیه ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د فساد ضد ادارې ویلي، چې د محکمې له خوا د ضمانت غوښتنې تر ردېدو وروسته د اپوزيسيون د مشر او پخواني ولسمشر آصف علي زرداري، د نيولو هڅه کوي. پر زرداري او خور یې د تورو پېسو د سپينولو په موخه د جعلي بانکي حسابونو د لرلو تورونه لگول شوي دي.





































