ووټل وایي، روسیه او ایران د مختلفو دلایلو له مخې د افغانستان په قضیه کې ښکیل دي. لوړپوړی امریکایي چارواکی وایي، روسیه د افغان سولې په اړه د نړیوالو هڅو پر وړاندې د نورو کانالونو جوړولو په لټه کې ده او غواړي، په افغانستان کې امریکا سره سیالي وکړي. د امریکا د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال جوزف ووټل وویل، په سیمه کې د امریکا بل سیال ایران هم هڅه کوي چې مزاحمت ایجاد کړي خو په خبره یې ایران یواځې غواړي پولې یې امنې وي. ووټل زیاتوي، فکر کوي روسي چارواکي هڅه کوي له هرې ممکنې لارې په افغانستان، سوریه او یا بل هر ځای کې چې وي خپل نفوذ پراخ کړي. د ووټل په وینا غلط اطلاعات یو له هغو لارو چارو دي چې روسیه ترې د افغانستان، عراق او سوریې په څیر هیوادونو کې کار اخلي او په دې توگه د داعش ډلې تبلغیات پیاوړي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې ووټل د ٢٠١٧ کال د مارچ میاشتې په وروستیو کې هم ویلي وو، چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي چې په یو ډول د افغانستان د حکومت او امریکا رول کمزوری کړي. خو روسیه بیا له طالبانو سره اړیکې ردوي او وایي دوی هڅه کوي طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.



































