د قزاقستان د ټاکنو مرکزي کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې چې د موقت ولسمشر قاسم جومارت توکایف قاطع بریا تاییدوي، نن اعلان کړې. توکایف چې پخواني دیکتاتور ولسمشر نورسلطان نظربایف د خپل ځای ناستي په توګه غوره کړی و، د کمېسیون د اعلان له مخې په سلو کې نږدې ۷۱ سلنه رایې ګټلې دي. قزاقستان کې د جون د نهمې د ولسمشرۍ ټاکنو کمپاینونو پر مهال د حکومت پرضد پراخ لاریونونه وشول خو د حکومت په ځوابي اقدام کې سلګونه لاریون کوونکي ونیول شول. نن سهار هم د قزاقستان د لوی ښار الماتې په ځینو سیمو کې پولیسو یو شمېر اعتراض کوونکي وروسته له هغه ونیول چې د ټاکنو د پایلو پرضد د اعتراض لپاره راټول شوی وو.





































