د اوکرایني چارواکو په خبره ددغه هېواد په اودیسه ایالت کې په یو روغتون کې اورلګېدنه رامنځته شوې چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د پنځه تنه نورو ناروغانو وضعیت چې په روغتون کې بستري وو لا خراب شوی دی. د اوکرایني چارواکو په خبره، روغتون یو پوړیز و او اور تېره شپه لګېدلی دی. په وژل شویو کې یوه نرسه او پنځه ناروغان شامل دي. د اورلګېدنې لامل لا تر اوسه مالوم نه دی.





































