د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وایي، ایران د یورانیمو د غني کولو کړی ګواښ عملي کړی دی او د کیماوي سرې د پخولو کچه یې لوړه کړې ده. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو د ایران دا اقدام اندېښمنونکی بللی او په سیمه کې یې د کړکېچ پر کمولو ټینګار کړی دی. امریکا تېر کال له ایران سره د سترو قوتونو له هغه تړونه ځان وایست چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې له دغه هېواد سره کړی و. له هغه وروسته په دې وروستیو کې ټرمپ اعلان وکړ چې پر یاد هېواد به خپلو بندیزونو ته دوام ورکړي. خو ایران هم ګواښ کړی و چې که امریکا ورباندې بندیزونه نرم نه کړي نو دوی به هم په لوړه کچه د یورانیمو غني کول له سره پیل کړي.





































