د مالي په باماکو ښار کې د تربګنۍ په یوه نښته کې د وژل شویو کسانو شمېر سلو ته رسېدلی دی. مالي کې د دوو قومونو ترمنځ نښتې وروسته له هغه پیل شوې دي چې د یو قوم خلکو بل هغه ته په خپله سیمه کې د ښکار اجازه ورنه کړه. د یورو نیوز اژانس د خبر له مخې دا پېښه پرون شپه رامنځته شوې او د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه هم په بشپړ ډول سوځول شوي دي.د چارواکو په خبره، دوی تر اوسه پورې د ۹۵ کسانو جنازې پیدا کړې دي او د پنځه تنه نورو لټون دوام لري. چارواکي زیاتوي په پېښه کې وژل شوي کسان ټول د یوه کلي اوسېدونکي دي چې یوازې ښځې او ماشومان یې ژوندي پاتې دي. نښتې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسي په کلیوالي سیمو کې پیل شوې خو اوس یې لمن تر مرکزونو را رسېدلې ده.































