د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وایي، په سیمه کې د تاورتریخوالي د کمولو یوازینۍ لار د اقتصادي جګړې درول دي. ظریف دا خبرې تېره ورځ له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره تر لیدو وروسته کړې دي.هغه زیاته کړې چې جرمني او اروپایي ټولنه دواړه ددې وړتیا لري چې په سیمه کې د کړکېچ د ختمولو لپاره مرسته وکړي. په ورته وخت کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس چې د ایران د اټومي تړون او په سیمه کې د وروستیو کړکېچونو په اړه د خبرو لپاره ایران ته تللی دی وایي، سیمه ییزې شخړې د اندېښنې وړ دي او یوه کوچنۍ پېښه یې ناورین ته بیولی شي.





































