د هیلو ټولګه مو باید داسې تنظیم کړئ چې هیلې مو په کې نه ډېرې اوږدې او نه هم ډېرې لویې وي، بلکې له ډېرو وړو کارونو یې پیل کړی. د بېلګې په ډول، که لویې هیلې لری، وايی چې څنګه کولای شم نوی کور واخلم؟ وروستۍ ماډل موټر په څه ډول واخلم؟ دا لویې هیلې دي. د دې لپاره چې دغو لویو هیلو ته ورسېږی، دا هم باید له یاده ونه باسئ چې ورځني کارونه مو باید په سم ډول ترسره کړی او له وړو هیلو پیل وکړئ.
ښه خبره ده چې تل روان و اوسو او دغه څه مو په هر وخت او هره شېبه کې یو ډول وساتو او هغه ځای ته ځان ورسوو، چې وکولای شو خپلو موخو ته یو قدم نور هم نږدې شو. څومره چې مخکې ځی، په همدې ډول به مو د هیلو شمېر هم زیاتېږي او بالاخر به هغه ځای ته ورسېږی، چې په اړه به مو یې هېڅ وخت فکر نه وي کړی او ان فکر به مو ورته ونه رسېږي چې تر دغه ځایه په څه ډول را ورسېدم.