دوشنبه, سپتمبر 7, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

    یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

    بامیانو کې د بند امیر دویم ملي نندارتون پرانیستل شو

    هرات کې یوه فابریکه هره ورځ ۲۵ ټنه روب تولیدوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

پښتانه نور نه تېروځي!

لیکنه:ح. حقوېش

اکتوبر 7, 2018
in لیکنې
0 0

پاکستان چې له هندوستانه جلا شو، د اسلام په نوم ښه فرصت لاس ته ورغى، څو ځان ورباندې وساتي او تر دغه نوم لاندې اوږد ژوند وکړي. د انګليس په  لارښوونه يې خپل لاسي ملايان جوړ کړل او په مغزو کې يې دا ورته پېچکاري کړل چې پاکستان يو ښه مسلمان دی، د اسلام لپاره جوړ شوى دی او تل به د اسلام لپاره خدمت کوي. په دې هکله يې مبالغې ته زور ورکړ، ټول هغه ذهني مسلمانان چې يوازې د اسلام د نوم سره بلد وو او په بل هېڅ شي هم نه پوهېدل، په ځان یې ورګرم کړل، هغه يې هم د خپلو ګټو لپاره وهڅول او هندوستان يې د نړۍ بدترينه کافر ور وپېژانده. هغوی هم دا چکچکه بدرګه کړه، د نورو ذهنونه يې ور پېچکاري کړل، خو په دې نه وو خبر چې هلته هم په لکونو مسلمانان د پنجاب د غلطې پاليسۍ څخه پاتې دي او په دې هم نه وو خبر چې په اسيا کې ډېر شمېر علما د هندوستان له ديوبند څخه فارغ دي او ديوبند په اسیا کې يو پرمختللی مذهبي مرکز ګڼل کېږي. خو بدبختانه چې په  دې حساس وخت کې هندوستان د بابر جومات له منځ يووړ او پاکستان ته يو بل فرصت په لاس ورغى. له دې فرصت څخه په ګټه اخیستو سره پنجاب خپل ذهني مسلمانان راوپارول چې تر ډېره بريده يې په خپلو سيمو کې هندوان په کراره نه پرېښودل. له بابر جومات څخه پنجاب کلونه کلونه ګټه پورته کړه او خپل ذهني مسلمانان يې هم دلته بوخت وساتل او ډېر وخت يې د ډالرو په بدل کي په افغانستان کې هم خپله ګټه ورڅخه پورته کړه چې په ډول ډول نومونو يې وجنګول او افغانستان يې په کنډواله بدل کړ.

د دغو ذهني خلکو له جوړښت پنجاب ډېرې ګټې تر لاسه کړې، تر ډېره بريده يې خپله بقا پکې وساتله، له امريکايانو يې ډالر پکې ترلاسه کړل، اټومي ځواک شو او داسې نورې ګټې یې ترلاسه کړې. دې ټولو ګټو ته په کتو سره د پنجاب پوځ د ۲۰۰۷ ز کال دجولای په درېیمه سور جومات (لال مسجد) د ترهګرۍ په نوم محاصره کړ، د خبرو اترو د ناکامو پايلو په اخر کې یې په جومات بريد وکړ، دغه بريد تر یوې اونۍ او یوې ورځې پورې اوږد شو. په سره جومات کې شاوخوا ۵ زره طالبانو زده کړې کولې، کله چي د پنجاب جاسوسي ادارې(ISI)  او (MI) په جومات بمبارد وکړ، په دغه بمبارۍ کي ډېر طالبان وسوځېدل او له ۱۰۳ طالبانو نه زیات یې مړه شول. د نورو سوځېدلو شمېره مالومه نه شوه، خو ویل کېدل چې له ۵ زرو طالبانو نه څه کم درې نیم زره يې پاتې شول او نور یې ټول تر تېغ تېر کړل. په دې بمبارۍ کې پر جومات سربېره زيات شمېر قران شريفونه هم شهيدان شول، خو د پنجاب جاسوسي ادارې(ISI)  او (MI)  هېڅ وخت هم هغه جنایت ښکاره نه کړ. د جومات او مسلمانانو په شهيدولو يې هېڅ غمشريکي ونه ښودله.

او بل کله چې د تور پنجاب پوځيانو د میرانشاه او میرعلي بازارونه، ښځې، ماشومان، سپین ږیري، ځوانان، کاڼي او بوټي د خاورو سره خاورې کړل او تر اوسه يې د پنجاب د بقا لپاره په ډول ډول نومونو ورانوي او په زرګونو پښتنې خویندې يې کونډې او بورې کړې، کلي او ښارونه يې له منځه يووړول، پښتنې خویندې او میندې يې در په دره د کډوالۍ ژوند ته مجبورې کړې چې کور، هستي او نور هر څه ورنه د پنجاب پوځ د اسلام په نوم وړي وو. همدا خویندې او میندې يې په پرديو واټونو کې سوال کولو ته اړې کړې، له دې هر څه سره سره دوى اوس هم زيار باسي چې پښتانه لا نور هم د اسلام په نوم درپه دره کړي او خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي چې اوس يې بيا د اسلام په نوم يوه ډله طالبان پکې پيدا کړي، لويې لويې څڼې او خيرنې ږيرې يې ورته پرېښودلې دي چې د GHQ سېنټر څخه تقويه کېږي او د GHQ سېنټر کرايي کارمندان ورته د (GOOD TALIBANS) ښه طالبانو په نوم يا د امن کمېټې غړي ورته وايي، خو دا (GOOD TALIBANS) هره ورځ پښتنې خویندې او ميندې د خپلو وروڼو او زامنو په سر ژړوي. نه يې څوک پوښتنه کوي، نه دومره څوک وو چې دوى د خپلې غميزي درد ورسره شريک کړى واى، بالاخر يو تاند ځوان په وچه جندړۍ د دغو خلکو د دردنو اخیستو لپاره جګ شو چې نوم يې منظور پښتون دی او د پنجاب پوځ ته يې نور د پښتنو د وژنې لپاره ګوتې تر خولې ورتېرې کړې، څو پنجابى نور ځان وپېژني، پنجابي دا هر څه يوه بابېزه وبلله، ورپورې خندل يې، د ده هر څه ته يې چټيات ويل، خو دردېدلو پښتنو منظور يوازې نه پرېښود. له شا په صفونو صفونو انسانان پسې ودرېدل هغه يې وهڅاوه چې يوازې نه يې، د خوشحال خان بابا، احمدشاه بابا او ميرويس نيکه د اولادونو لښکرې درپسې دي. ته وړاندې ځه او هغوی به دې تر هرې ممکنې لارې پورې په مېړانه او باتورۍ رسوي.

خو پاکستاني چارواکي هر وخت په ډېره سپين سترګۍ سره زيار باسي چې پښتانه په يو ډول نه يو ډول ګير کړي او غاړې يې تر چاړه لاندې راولې، نو دا ځل يې بيا د لر او بر د پښتنو د وژلو لپاره له امريكا غوښتنه کړې، څو هغه ورسره د ډالرو او اسلحو مرسته وکړي او دوى هغه پښتانه ور باندې ووژني کوم چې خپلواكي غوښتنونکي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي چې د ملګرو ملتونو په ۷۳يمه غونډه کې د ګډون لپاره امريکا ته تللى و، له امریکايي چارواکو يې غوښتي چې خپلې نظامي مرستې بېرته ورسره پیل کړي او هڅه یې وکړه چې د ټرمپ په اداره کې د پنجاب لپاره تبلیغات وکړي. نوموړي وویل: «واشنګټن ته په کار ده چې له پاکستان سره خپلې نظامي مرستې بېرته پيل کړي». د ده په وینا د عمران خان په مشرۍ نوی دولت د ترهګرۍ ضد مبارزې او په افغانستان کې د سولې راتګ ته ژمن دی او امریکا ته په کار ده، چې د باور فضا رامنځته کړي. هغه ویلي چې که له پاکستان سره د امریکا نظامي مرستي پيل شي، نو پنجاب به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې لاس ته راوړنې ولري.

پنجاب هر وخت د پښتنو د ځپلو لپاره زيار باسي چې مخه يې ونيسي، خو هغه پښتانه چې په يوه نوکري يې تېر ايستلي دي، هغه هم د دغو چارواکو خبره بدرګه کوي، خو هغه پښتانه چي پښتو او پښتونولي خپله وينه بولي، هغه نور په دې ډول سره نه شي تېر ايستلى.

Share3Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

یونیسف: د نیپال له سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو سره مالي مرسته وکړئ

سپتمبر 7, 2026

ډبلیو ایچ او: د بامیانو د ولایتي روغتون لابراتوار ته عصري تجهیزات ورکړل شول

سپتمبر 7, 2026

یو این ایچ سي ار: جبري بې‌ځایه شوي نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري

سپتمبر 7, 2026

روسي سوداګر: د رېل له لارې روسیې ته د افغان تازه مېوو د صادراتو هڅه کوو

سپتمبر 7, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In