د برېتانیا پولیسو د پاکستان مشهور او بحث پارونکی سیاستوال الطاف حسین نیولی دی. پر الطاف حسین په پاکستان کې د تُندو او پاورونکو ویناوو تور پورې شوی دی. الطاف حسین چې شاوخوا ۶۰ کاله عمر لري، سره له دې چې په تبعید کې اوسېږي، د پاکستان د کراچۍ په ښار او سند ایالت کې پراخ نفوذ لري. د پاکستان د صدراعظم سلاکارې فردوس عاشق اعوان وایي، په تېرو ۷۰ کلونو کې څو پیژندل شویو سیاستوالو او ځواکمنو څېرو قانون برمته کړی دی. اعوان ویلي، الطاف حسین بلاخره د قانون منګلو ته ولوېد. خو یو شمېر سیاسي ګوندونه د حکومت ددې مخالف سیاستوال پر نیول غوسه شوي او غبرګونونه یې ښودلي دي.





































