د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه کلیدي سیال جو بایډن پر یو بل سخت لفظي ګوزارونه کړي دي. ټرمپ پرون مخکې له دې چې آیووا ته سفر وکړي په سپینه ماڼۍ کې جو بایډن یو کم عقل او له ذهني ضعف سره مخ کس یاد کړ. بایډن هم د ټرمپ په ځواب کې ویلي، چې ۷۲ کلن ټرمپ د امریکا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی. د یادولو وړ ده چې د امریکا د ۲۰۲۰ مېلادي کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره اوس د ټرمپ نوماندېدل نیږدې یقیني شوي دي، خو بایډن بیا په خپل ګوند کې د نیږدې ۲۰ تنو سیالانو له سیالۍ سره مخ دی.





































