په سوډان کې تر جنجالونو او نښتو وروسته سیاسي رهبرانو هوکړه کړې چې لاریون به پای ته رسېږي او معترضین به د سوډان له واکمنې پوځي شورا سره خبرې بیا پیلوي. دا خبره د سوډان لپاره د ایتوپیا یوه منځګړي کړې ده. د سوډان واکنو جنرالانو ددغه پرمختګ خبر نه دی تایید کړی، خو دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون د ملکیانو پر وړاندې د پوځ وروستی تشدد وغانده. په سوډان کې دغو ملکیانو د ملکي نافرمانۍ په کمپاین کې برخه اخیستې او په دغه هېواد ملکي واکمني غواړي. په ورته وخت کې د امریکا یو لوړپوړی پلاوی هوډ لري چې سوډان ته سفر وکړي څو پر پوځ فشار راوړي چې پر لاریونوالو خپلو ظلمونو ته د پای ټکی کېږدي. سوډان کې د پوځ او معترضینو ترمنځ په نهه ورځنۍ جګړه کې تر دېرش ډېر کسان وژل شوي دي.





































