د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، دا به مالوموي چې په تېرو لسو کلونو کې یې هېواد څه ډول او څنګه ۲۴ زره میلیارده ډالر پوروړی شوی دی. خان ویلي دا موضوع به د یو داسې کمیسیون له لارې روښانوي چې پکې به د مرکزي بانک غړي هم شامل وي. عمران خان دغه څرګندونې په یوه تلویزیوني وینا کې کړې دي او تور یې پورې کړی دی چې دا قرضونه د پیپلز او مسلم لیګ ګوند د حکومتونو پر مهال ډېر شوي دي. هغه ویلي اوس هغه وخت نه دی چې له ملامتو خلکو سره به حساب کتاب نه کېږي. د نوموړي په وینا اوس هغه کسان د عدالت منګولو ته ورغلي دي چې دحکومت په ګډون چا ورته په کږه سترګه نه شو کتلی.





































