څېړنې ښیي چې په تېره یوه لسیزه کې په کینیا کې د ځان وژنې پېښې دوه برابره زیاتې شوې دي. د کینیا پولیس وایي، یوازې ددې هېواد په یوه سیمه کې سږ کال اویا کسانو ځان وژنه کړې ده چې ډېری یې نارینه دي. پولیس د ډېری ځان وژنو لامل بې وزلي او وزګارتیا بولي. کینایي نارینه هڅه کوي خپلې ستونزې پټې کړي، چې دغه څه یې په ژور خپګان اخته کوي او ځان وژنې ته لار هواروي، خو اوس اوس ارواپوهان هڅه کوي، خلک قانع کړي، چې د ستونزو د حل لپاره مرسته وغواړي او له ځان وژنې یې را وګرځوي.





































