د سعودي حکومت په جده کې د ځوانانو لپاره یوه ډیسکو جوړوي، چې دا عمل د سعودیانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. د دوبۍ وایټ په نامه کلپ هوډ لري په جده ښار کې یوه ډيسکو جوړه کړي چې ورته د حلالې ډیسکو نوم ورکړل شوی دی. سعودیانو پر خواله رسنیو دې اعلان ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا عمل په سعودي کې مکې مکرمې ته سپکاوی دی او باید مکې ته په نږدې ښار کې جوړه نه شي. سعودي دا اقدام وروسته له هغه کوي چې د تفریح لپاره یې عمومي اداره جوړه کړې او دا هېواد په دې وروستیو کې د ګڼو ازادیو شاهد دی. سعوديان وایي، حکومت باید ددې او ورته نورو ګامونو په اخیستلو کې له پوره احتیاطه کار واخلي خو حکومت بیا دا کار د ساعت تېرۍ د سکټور وده بولي.





































