د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، هېواد یې پر امریکا د برید کولو پلان نه لري خو که چېرته ورباندې تېری وشي نو سخت ځواب به یې ورکړي. هغه ویلي ایران د چا ګټې نه ګواښلې او نه به یې وګواښي خو که امریکا خپله پښه تر سره خط واړوي نو د سخت ځواب تمه دې ولري. روحاني دا خبرې پرون په تهران کې د جاپان له لومړي وزیر شینزو ابه سره تر لیدنې وروسته یوې ګډې خبري غونډې ته کړې دي. روحاني دغه راز ویلي، که چېرته امریکا پر تهران له بندیزونو لاس واخلي د سیمې په کچه به ډېر اقتصادي بدلونونه رامنځته شي. شینزو ابه په دې موخه تهران ته تللی دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي. هغه هم په سیمه کې د کړکېچ پر کمولو ټینګار کړی دی او دواړه هېوادونه یې زغم او حوصلې ته رابللي دي.





































