پر پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان تر فشارونو وروسته د یاد هېواد د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه وایي، پاکستان باید د پښتون ژغورنې غورځنګ ضد اقداماتو کې پوره احتیاط وکړي ځکه دغه ډلې سره تاوتریخوالی د سیمې امنیت ته ګواښ پېښولی شي. دوی وایي، حکومت دې د دې غورځنګ مشروع غوښتنو ته پام وکړي او پر وړاندې دې له پارونکو اقداماتو ډډه وکړي. د حکومت مخالف سیاسي ګوندونه دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیزونه لګېدلي دي او په تازه اقداماتو کې یې ددې غورځنګ مخکښه غړې ګلالۍ اسماعیل نیولې ده. تر دې وړاندې د دې غورځنګ دوه مشران او د پاکستاني پارلمان غړي علي وزیر او محسن داوړ هم د ترهګرۍ په تور نیول شوي او له محاکمې پرته په زندان کې اچول شوي دي.





































