د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، له ایران سره یوې هوکړې ته رسېدل ښه خبره ده خو که دا هېواد ونه غواړي خپلې ستونزې راکمې کړي نو خپلې سرتمبګي ته دې ادامه ورکړي. ټرمپ د پولنډ له ولسمشر اندرج دودا سره په لیدنه کې ویلي، ایران ستونزې لري، پولي واحد یې په ګواښوونکي توګه د ټیټېدو په حال کې دی او دی غواړي د خبرو له لارې د دې هېواد ستونزې راکمې کړي. دا یوه مرسته ده او امریکا ورسره دې کار ته چمتو ده. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، ایران په سیمه او نړۍ کې د تروریزم ملاتړ ته ادامه ورکوي او که چېرته له دې کاره لاس وانخلي نو له نورو بندیزونو سره هم مخ کېدای شي. هغه د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تمه شته له ایران سره خبرې وکړي، له ډېرو جزیاتو پرته وویل، دی هیله من دی چې له ایران سره هر څه په سمه توګه مخ ته لاړ شي.





































