د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به د روانې میاشتې په پای کې په جاپان کې وګوري. نوموړی به د جي شل هېوادونو د سرمشریزې په څنډه کې له پوتین سره مخامخ شي. کرملین تر اوسه پورې له ټرمپ سره د پوتین د لیدنې خبر نه دی تایید کړی خو ټرمپ پرون دا خبره په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته کړې ده. ټرمپ ان تېره میاشت هم د جي شل په سرمشریزه کې له پوتین سره دلیدو خبره کړې وه خو کرملین هغه مهال هم ویلي و چې د دواړو مشرانو د مخامخ لیدنې په اړه کومه موافقه نه ده شوې.





































